د افغانستان امارت
From Wikipedia, the free encyclopedia
د افغانستان امارت د مرکزي او سويلي اسيا په منځ کې پروت يو امارت و چې د اوس مهال افغانستان او د اوسني پاکستان (له ۱۸۹۳ ز مخکې) ځينې برخې يې تر پوښښ لاندې وې. دا امارت له دراني سترواکۍ نه هغه مهال سر راپورته کړ، کله چې دوست محمد خان د بارکزيو واکمنې کورنۍ بنسټ اېښودونکی په کابل کې واک ته ورسېد.
د افغانستان امارت Script error: The function "lang" does not exist. Da Afghānistān Amārat | |||||
د بریتانی لخوا اشغالیدل ا (۱۸۳۹-۱۸۴۲), د بریتانیا تحت حمایت (۱۸۷۹–۱۹۱۹) | |||||
| |||||
| |||||
افغانستان له ډیورند کرښی (۱۸۹۳ میلادی) نه مخکې | |||||
پلازمینه | کابل | ||||
ژبه(ی) | پشتو, دری | ||||
دین | سنی | ||||
دولت | شیخنشین | ||||
د افغانستان د شاهانو نوملړ | |||||
- 1823–1829 (اولین) | دوستمحمد خان | ||||
- 1919–1926 (آخرین) | امانالله خان | ||||
قانون جوړوونکي | لویه جرگه | ||||
تاریخي دوره | سده ۱۹ میلادی | ||||
- پیل | ۱۸۲۳ | ||||
- پای | ۱۹۲۶ | ||||
مساحت | |||||
- ۱۸۹۳ | ۶۵۲٬۲۲۵کیلومتره مربع (۲۵۱٬۸۲۵میل مربع) | ||||
پيسی | د افغانستان روپیه | ||||
د دې امارت تاريخ په مرکزي اسيا کې د ځواکمنتيا په موخه د روسي سترواکۍ او بریتانيې تر منځ د «لويې لوبې» تر اغېز لاندې و. دا پړاو په افغانستا کې د اروپايي اغېزځانګړتيا لري. د افغانستان امارت د سيکانو له سترواکۍ سره د دراني سترواکۍ تر جګړې پورې دوام پيدا کړ، د ۱۸۲۳ز کال د مارچ مياشتې په څوارلسمه نېټه د نوښار په جګړه کې افغانانو په پېښور دره کې ځينې پخواني پياوړي مرکزونه له لاسه ورکړل. له دې وروسته، په ۱۸۳۹ز کال کې له بریتانوي ځواکونو سره لومړۍ افغان-انګليس جګړه رامنځ ته شوه. په دې جګړه کې افغانانو بريا تر لاسه کړه، بریتانويان په شا شول او دوست محمدخان يو ځل بيا په تخت کېنول شو. په هر حال، د دويمې افغان-انګليس جګړې (۱۸۸۰ز) پر مهال، بریتانويانو او افغانانو د ګندمک تړون لاسليک کړ، د دې تړون له مخې، بریتانويانو د اوسني پاکستان ځينې برخې، چې هغه مهال د افغانانو تر واک لاندې وې ونيولې، د افغانستان د بهرنيو چارو واک يې په دې شرط په لاس کې واخيست، چې افغانانو ته به مرستې ورکوي او له افغانستان نه به ټول بریتانوي پوځونه وځي. له درېيمې افغان-انګليس جګړې وروسته امير امان الله خان د ۱۹۱۹ز کال تړون لاسليک کړ او په دې توګه افغانانو بشپړه خپلواکي تر لاسه کړه. په ۱۹۲۶ز کال کې، امان الله خان د هېواد نظام د افغانستان د سلطنت په توګه اصلاح کړاو په خپله د افغانستان لومړی پاچا شو. [1]