حسن البکر
From Wikipedia, the free encyclopedia
Found term_end6, Found term_start6, Found term_end7, Found term_start7, Found term_end8, Found term_start8,
احمد حسن البکر | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
احمد حسن البکر | |||||||
د عراق څلورم ولسمشر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۷ جون۱۹۶۸ – ۱۶ جون۱۹۷۹ | |||||||
| |||||||
لومړی وزیر عراق | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۹۶۸ – ۱۹۷۹ | |||||||
ولسمشر | خپله | ||||||
| |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۹۶۳ – ۱۹۶۳ | |||||||
ولسمشر | عبدالسلام عارف | ||||||
| |||||||
د عراق دفاع وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۹۷۴ – ۱۹۷۷ | |||||||
لومړی وزیر | خپله | ||||||
| |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۹۶۶ – ۱۹۷۹ | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۹۶۳ – ۱۹۶۴ | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۹۶۸ – ۱۹۷۹ | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۹۶۳ – ۱۹۷۹ | |||||||
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | کينډۍ:زوکړه تکریت، عثمانې ټولواکمني | ||||||
مړینه | کينډۍ:مړینه او سن بغداد | ||||||
هديره | بغداد | ||||||
تابعیت | عراق | ||||||
مذهب | اسلام سني | ||||||
ګوند | د عراق بعث ګوند | ||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | سیاستوال | ||||||
کاروونکي ژبه(ي) | عربي ژبه | ||||||
پوځي خدمت | |||||||
وفاداري | عراق | ||||||
مقام | جنرال | ||||||
جګړه/جګړې | Anglo-Iraqi War | ||||||
لاسليک | |||||||
سمول |
احمد حسن البکرعمر د ۱۹۱۴ ز کال د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه زېږېدلی او د ۱۹۸۲ ز کال د اکتوبر په څلورمه نېټه وفات شوی دی. د ۱۹۶۸ ز کال د جولای له ۱۷ مې نه د ۱۹۷۹ ز کال د جولای تر ۱۶مې نېټې پورې د عراق څلورم ولسمشر و. هغه د عربي بعث سوسیالست انقلابي ګوند یو مخکښ غړی و. وروسته يې په بغداد کې د مېشت بعث ګوند او د هغه له سیمه ییزو سازمانونو، لکه: د بعث ګوند-عراق سیمه (د بعث ګوند عراقي څانګه)، چې د عرب ملتپالنې او عرب سوسیالیزم ترکیب و او له بعثیت نه یې ملاتړ کاوه، مشري وکړه. [1]
البکر د لومړي ځل لپاره د جولای د ۱۴ مې له انقلاب نه وروسته چې سلطنتي نظام یې نسکور کړ، شهرت ته ورسېد. په نوي رامنځته شوي دولت کې هغه له شوروي سره د عراق د اړیکو په ښه کولو بوخت و. البکر په ۱۹۵۹ز کال کې د عراق له پوځ نه استعفا ته اړ شو. د عراق د وخت واکمنۍ هغه د دولت په خلاف فعالیتونو تورن کړ. هغه تر جبري تقاعد وروسته د بعث ګوند د عراقي څانګې د پوځي دفتر رئیس شو او د دغه دفتر له لارې يې د ملاتړ او ملتیا له لارې بعثیت ته غړي وګومارل. لومړی وزیر عبدالکریم قاسم د روژې په انقلاب (د فبرورۍ اتمه) کې له واک نه وغورځول شو، البکر د بعث ناصري په ائتلافي دولت کې د عراق لومړی وزیر او وروسته د عراق د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو. دولت له یو کال نه لږ دوام وکړ او د ۱۹۶۳ ز کال په نومبر کې نسکور شو.
البکر او ګوند وروسته تر ځمکې لاندې فعالیتونه وڅارل او د دولت په سرسختو منتقدانو بدل شول. د دغه پړاو په بهیر کې البکر د بعث ګوند د عراقي څانګې عمومي منشي (مشر) وټاکل شو او د خپل تره زوی صدام حسین یې د ګوند د څانګې مرسیتال وټاکه. البکر او بعث ګوند د ۱۹۶۸ ز کال په کودتا کې واک ترلاسه کړ، چې وروسته د جولای د اوولسمې نېټې د انقلاب په نوم ونومول شو. د کودتا په پایله کې هغه د انقلابي قوماندې د شورا رئیس او ولسمشر وټاکل شو. هغه وروسته لومړی وزیر وټاکل شو. صدام د بعث ګوند مرستیال، د انقلابي قوماندې د شورا مرستیال او مرستیال ولسمشر وټاکل شو او د عراق د امنیتي خدمتونو مسؤلیت يې پر غاړه و.
د البکر د واکمنۍ پر مهال، عراق د تېلو د نړیوالې بیې د لوړوالي له امله له اقتصادي پلوه وده وکړه، چې په عربي نړۍ کې يې درېځ پیاوړی او د عراقیانو د ژوند معیار یې لوړ کړ. د ځمکې سمونونه(اصلاحات) معرفي شول او شتمني په برابر ډول ووېشل شوه. د ۱۹۷۰یمې ز لسیزې په وروستیو کې د صدام تر لارښونې لاندې یو ډول سوسیالیستي اقتصاد رامنځته شو. البکر په ۱۹۷۰ ز لسیزه کې په ورو ورو واک صدام ته له لاسه ورکړ، ځکه صدام د امنیتي خدمتونو له لارې په ګوند او دولت کې خپل موقف پیاوړی کړ. البکر په ۱۹۷۹ ز کال کې له ټولو دولتي منصبونو نه د « روغتیایي دلیلونو» له امله استعفا وکړه او په ۱۹۸۲ز کال کې وفات شو. د مړینې د لامل په اړه یې کوم راپور نه شته.