جې اي بي سټوارت
From Wikipedia, the free encyclopedia
جېمز ایول براون «جیب» سټوارت ( ۶ د فبروري ۱۸۳۳ ز کال زېږېدنه ـ ۱۲ د مې ۱۸۶۴ ز کال مړینه) د متحده ایالاتو له ویرجینیا ایالت نه د پوځ یو سرتیری و، چې د امریکا د کورنۍ جګړې په اوږدو کې د امریکا د متحده ایالتونو د پوځ جنرال شو. هغه د خپلو ملګرو ترمنځ د خپل نوم د لومړیو حروفو نه په اقتباس سره د «جیب» په نامه پېژندل کېده. سټوارت د سمبال پوځ (سواره نظام) یو قومندان و، په استخباراتي او جاسوسي برخه کې یې ځانګړی مهارت درلود هغه د یرغلیزو عملیاتو په برخه کې د سمبال پوځ پېژندنې او کارولو په پار ډېر مشهور و. کله به یې چې د سمبال پوځ یوه بېلګه ترتیبوله نو داسې به وه (سور خط لرونکی خړ پوز، د سمبال پوځ د یو سرتیري ژېړ کمربند، یو اړخ ته کږه شوې خولۍ د شتر مرغ له بڼکې سره، په چپه یخن کې یې سور ګل، ډېری وخت سپورتي خوشبويي)، ډېر په جدیت سره کار کولو یې هغه د رابرت اي لي د پوځ او جنوبي مورال هڅونې په باوري سترګو او غوږونو بدل کړ. [1]
جې اي بي سټوارت | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | مرمۍ زخم |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
تعلیم | د متحده ایالاتو پوځي اکاډمي |
کار/مسلک | |
پوځي خدمت | |
وفاداري | د امریکا متحده ایالات |
برخه | سپاره عسکر / سمبال پوځ |
مقام | تورن جنرال |
جګړه/جګړې | د امریکا کورنۍ جګړه |
لاسليک | |
سمول |
سټوارت په ۱۸۵۴ ز کال کې له ویست پونیت نه فارغ شو او په تګزاس او کانزاس کې یې د متحده ایالاتو په پوځ کې خدمت وکړ. سټوارت له امریکایي بومیانو سره په مرزي جګړو او د کانزاس په خونړیو تاوتریخوالو کې یو پخوانی سرتیری و، او په هارپرز فري کې د جان براون په نیولو کې ګډون وکړ. کله چې د هغه اصلي ټاټوبی ویرجینا ایالت جلا شو، هغه له خپل کمیسیون نه استعفا وکړه، تر څو د کنفدراسیون په پوځ کې د ستونوال جکسون تر مشرۍ لاندې لومړی په شناندوا درې کې او وروسته د شمالي ویرجینیا سمبال پوځ په مشري کولو سره خدمت وکړي. هغه د مرګ تر وخته پورې په پوځ کې په همدې برخې کې مبارزه وکړه.
هغه د سمبال پوځ د یو زړور سرتیري په توګه ډېر شهرت پیدا کړ او دوه ځله (د شبه جزیرې د کمپاین او د مریلند د مبارزاتو په لړ کې) د پوتوماک اتحادیې په پوځ کې بریالی شو، چې د ځان لپاره یې شهرت او د شمال لپاره یې شرم رامنځته کړ. د Chancellorsville په جګړه کې، هغه ځان د ستون وال جکسون د پیاده پوځ د لنډمهاله قومندان په توګه معرفي کړ.
د سټوارت تر ټولو مشهوره مبارزه د ګتیسبرګ مبارزه وه، د لي له پوځ نه د هغه اوږدمهاله جلاوالی د دې لامل شو، چې لي د دې اتحادیې اړوند پوځونو له فعالیتونو نه بې خبره پاتې شي، تر دې چې لي د ګتیزبورګ په جګړه کې ډېر حیران شو او په دام کې ولوېد. سټوارت له جګړې وروسته د سویلي مطبوعاتو او دغه راز د ورک شوي لامل اړوند غورځنګ له لوري تر سختو نیوکو لاندې راغی. په ۱۸۶۴ ز کال کې د ځمکنیو مبارزاتو په لړ کې د فیلیپ شریدان اتحادیې د سمبال یا سواره پوځ سرلاري د سټوارت ماتولو لپاره برید وکړ، چې د ژېړې میخانې په جګړه کې ډېر سخت ژوبل شوی و.
سټوارت په ۱۸۵۵ ز کال کې له فلورا کوک سه واده وکړ. خسر یې فیلیپ سنت جورج کوک «د متحده ایالاتو د سمبال یا سواره پوځ پلار» و. د سټوارت کونډې د عمر تر پایه پورې د خپل وفات شوي خاوند په یاد تورې جامې واغوستلې.