جېمز کې پالک
From Wikipedia, the free encyclopedia
جېمز ناکس پالک (نومبر ۲، ۱۷۹۵ – جون ۱۵، ۱۸۴۹ ز) د امریکا ۱۱ ام ولسمشر و چې له ۱۸۴۵ نه تر ۱۸۴۹ ز پورې يې خدمت کړی دی. وړاندې له دې چې هغه د امریکا د استازو جرګې ۱۳ ام مشر (۱۸۳۵-۱۸۳۹) او د ټينیسي آیالت نهم والي (۱۸۳۹-۱۸۴۱) و. دی د انډریو جکسن شاګرد تېر شوی، د ډموکراټیک ګوند غړی او د جکسوني دموکراسۍ حق غوښتونکی و. پالک تر ډېره د مکسیکو-امریکا په جګړه کې د امریکا خاورې ته په پراختیا ورکولو سره پېژندل کېږي. د هغه د ولسمشرۍ په دوره کې د امریکا خاوره په پام وړ کچه پراخه شوه، ځکه د تګزاس جمهوریت، د اورېګون خاوره، له امریکا سره یوځای کړل شوه او د مکسیکو-امریکا جګړې نه وروسته د مکسیکو لېږد (Mexican Cession).
جېمز کې پالک | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
قد | 173 سانتي متره |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
په ټېنیسي ایالت کې د بریالي حقوقي کاروبار نه وروسته، پالک په ۱۸۲۳ ام کال کې د یاد ایالت قانون جوړوونکی وټاکل شو او وروسته په ۱۸۲۵ ام کال کې د امریکا په استازو جرګه کې د خلکو وکیل وټاکل شو، چې هلته بیا د انډریو جکسن ټینګ ملاتړی شو. د پیسو او پانګې د تأمین د لاروچارو (Ways and Means) کمېټې د رئیس په توګه له خدمت نه وروسته، دی په ۱۸۳۵ ام ز کال کې د استازو جرګې مشر شو او یوازنی کس و چې دواړه دندې يې پرمخ بېولې. پالک د ټېنیسي ایالت د والي کېدو لپاره په ټاکنو کې د ګډون په موخه کانګرس پرېښود او د ۱۸۳۹ ام کال ټاکنې یې وګټلې، خو د ۱۸۴۱ او ۱۸۴۳ ز ټاکنې يې وبایللې.هغه د ۱۸۴۴ ام کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د دموکراټ ګوند یوغیرمنظره نوماند شو او داسې چې دی لومړی د مرستیال ولسمشرۍ لپاره نوماند و، خو چې بیا وروسته د ولسمشرۍ هېڅ نوماند اړینې دوه پر درې رايې ونه ګټلې، نو ګوند يې بیا دی د ولسمشرۍ لپاره مخکښ نوماند کړ. په عمومي ټاکنو کې، پالک خپل سیال هېنري کلې ته چې د وېګ ګوند نوماند و، ماتې ورکړه.
تاریخپوهان پالک په دې ستایي چې کورني او بهرني ټول هغه ستر هدفونه يې ترلاسه کړل، چې د خپلې یوې دورې په اوږدو کې يې ټاکلي وو. د بریتانیې سره یې د اورېګون هېواد پر سر هغه مذاکرات په سوله ییزه توګه حل کړل چې، د جګړې بوی ترې راته. هغه له مکسیکو سره جګړې ته لمن ووهله، ځکه غوښتل يې چې د امریکا خاوره پراخه کړي. همدا وجه وه چې،جګړه يې وګټله او په پایله کې يې د متحده ایالتونو د جنوب لویدیځ سره نږدې ټولې مکسیکويي ځمکې له خپل هېواد امریکا سره یوځای کړې. هغه په ۱۸۴۶ز کال کې د واکر تعرفو پروګرام پر بنسټ د تعرفو نرخونه په ستره کچه راټیټ کړل. په همدې کال کې، هغه یو بل ستر هدف ترلاسه کړ او هغه د خپلواکې مالیې سیستم و. لکه څرنګه چې هغه په ټاکنیز کمپاین کې ژمنه کړې وه، چې یوازې یوه دوره به ولسمشري کوي، نو هماغه و چې په ۱۸۴۹ز کال کې يې ولسمشري پرېښوده او ټېنېسي ایالت ته ستون شو. پالک په یاد ایالت کې د سپینې ماڼۍ له پرېښودو درې میاشتې وروسته مړ شو.
که څه هم، نن د پالک نوم تت دی، خو پوهان يې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د سترو هدفونو د ټاکلو او ترلاسه کولو له امله مثبت اروزي. دا هم باید په پام کې ونیول شي چې، ده یوازې د یوې دورې لپاره ولسمشري کول غوښتل. پر هغه له مکسیکو سره د جګړې ترسره کولو له امله نیوکه هم شته، چې د ده دا کار د غلامۍ ضد او غلامۍ پلوه ایالتونو تر منځ د سختو اختلافونو لامل شو. لکه څرنګه چې پالک ځمکوال و او په ځوانۍ کې يې تل له غلامانو نه د کارګرو په توګه کار اخیستی و، نو ځکه یې په میسیسیپي کې خپلې ځمکې وساتلې او کله چې ولسمشر شو، نو د غلامانو شمېر يې نور هم ډېر کړ. که څه هم د پالک د ځمکې پراخولو میراث له امریکا سره مرسته وکړه، چې د ارام سمندر سواحلو ته ځان ورسوي او دا پولې د دې لامل شي، چې امریکا په نړیوال ځواک واوړي، خو دې چارې فرقه يي اختلافانونه ډېر سخت کړل او د کورنۍ جګړې مقدمات يې برابر کړل.