جیمز برایانټ کونانټ
From Wikipedia, the free encyclopedia
جیمز برایانټ کونانټ (زوکړه: د ۱۸۹۳ زکال د مارچ ۲۶مه – مړینه: د ۱۹۷۸ زکال د فبروري ۱۱ مه) امریکايي کیمیاه پوه، د هاروارډ پوهنتون تبدیل وړ رئیس او لویدیځ جرمني ته د متحده ایالاتو لومړنی سفیر و. کونانټ په ۱۹۱۶ زکال کې له هاروارډ پوهنتون څخه د کیمیا په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال هغه د متحده ایالاتو په پوخ کې د خدمت پر مهال د زهرجنو ګازونو په ځانګړې توګه د لوئیست ګاز د تولید اړوند کار وکړ. نوموړی په ۱۹۱۹ زکال کې د هاروارډ پوهنتون د کیمیا څانګې د مرستیال ښونکي او په ۱۹۲۹ زکال کې د شېلډون امري د عضوي کیمیا د پروفیسور/ښوونکی په توګه وټاکل شو. نوموړي د طبیعي محصولاتو په ځانګړې توګه د کلروفیل په فزیکي جوړښتونو څېړنه وکړه او یو له هغو لومړنیو کسانو څخه و چې د کیمیاوي تعادل ترمنځ پېچلې اړیکه او د کیمیاوي بهیرنو د غبرګون چټکتیا یې کشف کړه. نوموړي د اوکسي هیموګلوبین په بیوشیمي څېړنه وکړه او د متیموګلوبینمي ناروغیو اړوند یې داسې معلومات وړاندې کړل چې د کلروفیل د جوړښت په توضیح کې یې مرسته وکړه او همدارنګه یې د اسیدونو پر بنسټ کیمیا لپاره لار هواره کړه.
جیمز برایانټ کونانټ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
تعلیمی اسناد | د فلسفې ډاکتر |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | کيميا |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون [1] |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه |
لاسليک | |
سمول |
کونانټ په ۱۹۳۳ زکال کې د هاروارډ پوهنتون رئیس وټاکل شو چې د ټولګیو د طبقه بندۍ او د لاتین ټولګیو د شرایطو په ګډون یې د ګڼ شمېر نورو شرایطو په له منځه وړو د اصلاحي طرحې ترسره کولو ته مخه کړه. هغه ورزشي تحصیلي بورسونه لغو کړل او دې ترفیع یا اخراج داسې پالیسي یې وټاکله چې له مخې یې هغو پوهانو چې ترفیع نه شوه اخیستلی نور دلته نشو پاتې کېدلای. هغه د یوه ځانګړي تحصیلي بنسټ اړوند برابري غوښتونکی روزنیز لیدلوری درلود چې د تحصیلي استعداد د ازموینې (SAT) پر بنسټ یې پوهنتون ته د لار موندنې شرط او د ګډو روزنیزو ټولګیو جوړول یې ترویج کړل. د نوموړي د مشرۍ پر مهال د لومړي ځل لپاره ښځینه زده کړیالانو د هاروارډ پوهنتون د طب او حقوقو پوهنځیو ته لار ومونده.
کونانټ په ۱۹۴۰ زکال کې په څېړنیزې ملي دفاعي کمیټې کې وګمارل شو او په ۱۹۴۱ زکال کې د هغو رئیس شو. په دغه څوکۍ نوموړي د جګړې پر مهال په حیاتي څېړنیزو پروژو له دې ډلې د مصنوعي رابړ په پروژه او د منهتن په پروژه کې ونډه لرله چې له امله یې لومړی اټومي بم جوړ شو. د ۱۹۴۵ زکال د جولای په ۱۶مه نوموړی د لومړني اټومي بم د ټرینیټي ازمایښتي اټومي ازموینې اړوند د الاموګوردو بمبارد او د هغو د توپخانې د حدودو په ارزونه کې د نورو چارواکو په ډله کې شامل و او همدارنګه د هغې لنډ مهالې کیمټې غړیتوب یې درلود چې ولسمشر هری اس. ټرومن ته یې مشوره ورکړه، په جاپان اټومي بم وغورځوي. له جګړې وروسته نوموړي د څېړنو او پراختیا په ګډ پلاوي (JRDC) کې خدمت وکړ چې د مخ پر ودې دفاعي څېړنو د همغږۍ په موخه تاسیس شوی و؛ همدارنګه د اټومي انرژۍ د کمیسیون د با نفوذه سلاکارانو په کمېټه کې شامل شو چې له دغه ځایګي څخه نوموړي ولسمشر ته دا مشوره ورکړه څو د «هایدروجني بمونو» د پراختیا پروژه پیل نه کړي.
کونانټ په هاروارډ کې د خپلو وروستیو کلونو پر مهال د ساینس د فلسفې او تاریخ په برخه کې د ماسټرۍ کچې زده کوونکو ته تدریس کاوه او داسې کتابونه یې ولیکل چې په هغو کې یې غیرمتخصصو کسانو ته علمي لارې چارې په کې تشرېح کړې وې په ۱۹۵۳ زکال کې نوموړی له هاروارډ څخه تقاعد شو او د جرمني لپاره د متحده ایالاتو عالی کمېشنر وټاکل شو چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې په جرمني کې د نظام په بېرته جوړېدو نظارت درلود او بیا ورپسې تر ۱۹۵۷ زکال پورې د لویدیځ جرمني لپاره سفیر و. متحده ایالاتو ته په راګرځېدو سره هغه، د دنن ورځې امریکايي عالي لیسې (The American High School Today؛ ۱۹۵۹ زکال)، په لرې پرتو سیمو کې له ګڼې ګوڼې ډک ځایونه (Slums and Suburbs؛ ۱۹۶۱ زکال) او د امریکايي ښوونکو روزنې (The Education of American Teachers؛ ۱۹۶۳) په نومونو باندې خپلو یو شمېر آثارو کې د امریکا په ښوونیز سیسټم نیوکې وکړې. له ۱۹۶۵ زکال څخه تر ۱۹۶۹ زکال پورې کونانټ چې د زړه له ناروغۍ رنځېده د زما د څو ژوندونو (My Several Lives ؛ ۱۹۷۰ زکال) تر نامه لاندې یې خپل ژوند لیک ولیکه. نوموړی په مخ پر زیاتېدوني ډول کمزوری شو او په ۱۹۷۷ زکال کې له یو لړ مغزي سکتو سره مخ شو چې بالاخره راتلونکی کال د ډېر عمر لرونکو کسانو د پالنې په مرکز کې ومړ.