جي کی چيسترتون
From Wikipedia, the free encyclopedia
ګيلبرت کييت چيسترتون KC*SG [د ستر سينټ ګوري د اسقفي خپرونې زړه ور قوماندان: Knight Commander of the Pontifical Order of Saint Gregory the Great] (ژوند: ۱۸۷۴ می ۲۹ څخه د ۱۹۳۶ ز کال جون تر ۱۴ پورې) يو انګليسي ليکوال، فيلسوف، د دينياتو ناروحاني پوهاند او ادبي او هنري کره کتونکی و. نوموړی د «تناقض شهزاده» ګڼل کېږي. ټايم مجلې د نوموړي د ليکنې سبک په دې ډول ذکر کړ: هر وخت چې شوني وي چيسترتون خپل ټکي په نامتو ويناوو، متلونو او رمزي يا مجازي کيسو سره رامنځته کړي، نو لومړي په پاملرنې سره دننه....[3][4][5]
جي کی چيسترتون | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | لندن [1] |
مړینه | |
د مړینې لامل | زړه نابری |
تابعیت | برېتانيا |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | دينپوهنه [2]، شعر [2]، نثر [2]، خبريالي [2] |
مؤثر | ټوماس آکوینس ، اډمنډ برک ، جان هنري نيومن ، هيلير بېلاک |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
چيسترتون د Father Brown په نوم خيالي يا افسانوي پادري-موندونکی [کتاب] رامنځته کړ او يو د بخښنې غوښتنو په اړه يې وليکل. ان ځيني هغه خلک چې له نوموړي سره مخالف وو، د دې ډول کارونو پراخه غوښتنه کول يې د کلکې عقيدې (Orthodoxy) او د تل پاتې شخص (The Everlasting Man) په توګه وپېژانده. نوموړي په عادي ډول ځان يو کلک عيسوي مذهبه ګڼه او خپل دا دريځ يې د کاتوليک دين په پلوۍ سره نور هم څرګند کړ، چې په پای کې د انګليس کليسا پالنې (Anglicanism) له سترې کليسا څخه رومن کاتوليک پالنې ته واوښت. ژوندليک ليکونکو نوموړی د داسې برياليو ليکوالانو لکه ماتيو ارنولډ (Matthew Arnold)، توماس کالايل (Thomas Carlyle)، جان هنري نيومن (Johan Henry Newman) او جان رسکېن (John Ruskin) ځايناستی بولي. [6][7][8]