جوزف کونراد
From Wikipedia, the free encyclopedia
جوزف کونراد (په انګلیسي: Joseph Conrad، په پولنډي ژبه: Józef Teodor Konrad Korzeniowski چې تلفظ یې [ˈjuzɛf tɛˈɔdɔr ˈkɔnrat kɔʐɛˈɲɔfskʲi] دی، زوکړه: د ۱۸۵۷ز کال د ډسمبر ۳یمه ــ مړینه: د ۱۹۲۴ز کال د اګسټ ۳یمه) یو پولنډي-برتانوي لیکوال و، چې د تر ټولو لویو هغو ناول لیکونوکو څخه یو بلل کېږي چې په انګلیسي ژبه یې لیکنې کړې دي. که څه هم هغه د خپل عمر تر دریمې لسیزې پورې په انګلیسي ژبه روانې خبرې نه کولې، خو نوموړی د نثر په سبک کې د یو وتلي شخص په توګه پېژندل کېده چې یو غیر انګلیسي ځیرکتیا یې انګلیسي ادبیاتو ته راوړه.[ نوموړي کیسې او ناولونه ولیکل چې زیاترو یې یوه سمندري بڼه درلوده، چې د انسان له روح څخه یې یو شمېر اټکلونه د هغه څه په منځ کې انځورول چه ده یو نه حس کېدونکي او نه درک کېدونکي کاینات بلل.[3][4]
جوزف کونراد | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | روسي سترواکي
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي برېتانيا (۱۸۸۶–)[1][2] د پولنډ دویم جمهوریت |
نسل | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
مؤثر | وېليم شېکسپيير ، وېکټور هوګو |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
کونراد د ځینو له خوا د یو ادبي تاثر پالونکي (literary impressionist) په توګه او د نورو له خوا بیا د یو لومړني عصریت پالونکي (modernist) په توګه پېژندل کېږي، که څه هم د هغه په اثارو کې د ۱۹مې پېړۍ له حقیقت پالنې (realism) نه ځینې عناصر شامل دي. هغه د کیسو د نکل کولو سبک او د اتل ضد کرکټرونو، لکه څرنګه چې د بېلګې په توګه د هغه په لارډ جیم اثر کې لیدل کېږي، په زیات شمېر لیکوالانو باندې اغېز اچولی دی. زیات شمېر نندازیز فېلمونه د هغه له اثارو څخه اقتباس شوي او الهام یې ترې اخیستی دی. ګڼ شمېر لیکوالانو او کره کتونکو داسې تبصرې کړې دي چې د هغه داستاني اثار عمدتاً د شلمې پېړۍ په لومړنیو دوو لسیزو کې لیکل شوي دي، له نوموړو اثارو څخه داسې ښکاري چې د راتلونکې نړۍ د پېښو په اړه یې وړاندوینه کړې وي.
څرنګه چې کونراد د برتانوي سترواکۍ له عروج سره نږدې لیکنې کولې، نو هغه له خپل ټاټوبي پولنډ څخه، چې د دریو نیواکګرو سترواکیو په منځ کې وېشل شوی و، نږدې د خپل ټول عمر په بهیر کې له خپلو ملي تجربو او د فرانسوي او برتانوي سوداګریزو بېړیو څخه له خپلو تجربو څخه ګټه واخیسته تر څو داسې لنډې کیسې او ناولونه جوړ کړي چې د اروپا تر راج لاندې نړۍ د اړخونو لکه د امپریالېزم او استعمار انځور کړي ـــ او په ژوره بڼه د انسان د روح پلټنه وکړي.
په ۱۹۷۵ز کال کې، لیکوال چیناو اچېب یوه مقاله خپره کړه چې د کونراد د تیارو زړه اثر د توکمپالنې په توګه وغانده ــ هغه لیدلوری چې زیاترو پوهانو رد کړی دی.