جورج واشنګټن کارور
From Wikipedia, the free encyclopedia
جورج واشنګټن کارور (شاوخوا ۱۸۶۴ – د ۱۹۴۳ د جنورۍ ۵مه) یو امریکایی د کرنې عالم او مخترع و چې د پنبې بدیل محصولات یې دود کړل او د خاورې د خرابېدو د مخنیوي لپاره یې لارې چارې وموندې. دی د شلمې پېړۍ په لومړیو کې تر ټولو مخکښ تور پوستی عالم و. [5][6]
جورج واشنګټن کارور | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱ جنوري ۱۸۶۴[1] د امریکا متحده ایالات [2] |
مړینه | |
د مړینې لامل | وينه لږی |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [3] |
نسل | |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [4] |
د کړنې څانګه | بوټپوهنه ، کيميا ، روزنپوهنه |
لاسليک | |
سمول |
کارور چې کله په ټسکېګي انستېتیوت کې ښوونکی و، د هغو خاورو د سمولو لپاره یې تخنیکونه جوړ کړل چې د پنبې د پرلهپسې کرنې له امله خرابېږي. ده له بېوزلو کروندګرو غوښتل چې د مومپلیو او کچالو په څېر نور محصولات د ځان لپاره د خوراکي سرچینې په توګه وکري او د خپل ژوند کیفیت ښه کړي. د کروندګرو لپاره د کارور په ۴۴ عملي خپرونو کې تر ټولو مشهوره یې هغه وه چې د مومپلیو په مرسته د ۱۰۵ ډوله خوراکونو د جوړولو لارښوونې په کې وې. که څه هم ده کلونه کلونه وخت د ګڼو هغو محصولاتو پر جوړولو او دودولو تېر کړ چې له مومپلیو جوړېدل، خو یو یې هم له سوداګریزه اړخه بریالی نهشو.[7]
کارور د کروندګرو د ژوند ښه کولو لپاره د خپل کار تر څنګ، د چاپېریالساتنې د دودولو سرلاری هم و. ده د خپلو کارونو له امله ګڼ ویاړونه ګټلي چې یو یې د رنګینپوستانو د پرمختګ له ملي ټولنې (NAACP) څخه د سپینګارن (Spingarn Medal) مېډال دی. د لوړ توکمیز تضاد په دوران کې د کارور شهرت د تور پوستانو د ټولنې تر کچې لوړ و. دی د خپلو ګڼو لاستهراوړنو او وړتیاوو له امله د سپینپوستانو تر منځ هم په پراخه کچه وپېژندل شو او وستایل شو. په ۱۹۴۱ کال کې ټایم مجلې، کارور «تور پوستی لیونارډو» ونوماوه. [8][9]