جورج برکلي
From Wikipedia, the free encyclopedia
جورج برکلي (انګلیسي: George Berkeley) (/ˈbɑːrkli/؛ ۱۶۸۵ مارچ ۱۲مه - ۱۷۵۳ جنوري ۱۴مه) – چې د اسقف برکلي (د آیرلنډ د انګلیسي کلیسا د کلوین اسقف یا سرکشیش) په نوم مشهور دی – یو انګلیسي-آیرلنډي فیلسوف و، چې لومړنۍ لاسته راوړنه یې د یوې تیورۍ پراختیا وه، چې نوموړي "غیر مادیالیزم" immaterialism وبلله (او وروسته د نورو لخوا د "ذاتي ایډیالیزم" په نوم یاده شوه). دا نظریه له مادي جوهر او ماهیت څخه انکار کوي او پرځای یې ادعا کوي چې پېژندل شوي او اشنا څیزونه لکه مېزونه او څوکۍ د ذهنونو له لوري درک شوي نظرونه دي او له درک کولو پرته نه شي موجودېدای. برکلي پر ذهني تجرید یا انتزاع (abstraction) د هغه د انتقاد له کبله هم مشهور دی، چې د عدم مادیالیزم لپاره د هغه د استدلال بنسټ هم جوړوي.[1][2][3]
جورج برکلي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | فلسفه ، دينپوهنه ، زده کړه ، پوهنپوهنه ، مېتافزیک ، د ساینس فلسفه |
مؤثر | جان لاک |
تحریک | تجربهپالنه |
لاسليک | |
سمول |
برکلي په ۱۷۰۹م کال کې خپل لومړی مهم اثر، "د لید د یوې نوې تیورۍ په اړه یوه مقاله" خپره کړه، چې هغه پکې د انسان د لید د محدودیتونو په اړه بحث وکړ او دا تیوري یې پراخه کړه چې د لید وړ شیان مادي توکي نه دي، بلکې رڼا او رنګ دي. دا مقاله د هغه د اصلي فلسفي اثر لپاره یو بنسټ هم شو، چې په ۱۷۱۰م کال کې "د بشري پوهې د اصولو په اړه بحث" تر نوم لاندې خپور شو او له کمزوري هرکلي وروسته نوموړي بیاځلې د ډیالوګ په بڼه ولیکه او په ۱۷۱۳م کال کې د "هیلاس او فیلونوس ترمنځ درې ډیالوګونه" تر سرلیک لاندې خپور شو. په دغه کتاب کې د برکلي نظریات د فیلونوس (یوناني معنا یې: "د ذهن مینهوال") له لوري وړاندې شوي وو، او هیلاس ("hyle"، یوناني معنا یې: "ماده") د آیرلنډي مفکر د مخالفینو، په ځانګړې توګه جان لاک، په توګه مجسم شوی و.[4][5]
برکلي بیا د ډي موټو De Motu (د خوځښت په اړه) تر نوم لاندې مقاله کې، چې په ۱۷۲۱م کال کې خپره شوه، د مطلقې فضا یا ځای، وخت او حرکت په اړه د اسحاق نیوټن د نظریې پر ضد استدلال وکړ. د هغه استدلال بیا د ارنست ماخ او انشټاین د نظرونو مخکېنی یا سلف نظر (precursor) هم شو. په ۱۷۳۲م کال کې هغه بیا خپل السیفرون (Alciphron) یا کوچنی فیلسوف نومی اثر خپور کړ، چې د آزادخیالو یا آزاد فکر کوونکو پر وړاندې یوه عیسوي دفاع وه، او په ۱۷۳۴م کال کې هغه خپل تحلیلګر (The Analyst) نومی اثر خپور کړ، چې د تفاضل او تکامل حساب یا ډیفرانشیل او انټګرال پر بنسټونو یو انتقاد و، او د ریاضیاتو په پراختیا کې خورا اغېزناک ثابت شو.[6][7][8][9]
د برکلي له اثارو سره لېوالتیا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته زیاته شوه ځکه هغه د ۲۰مې پېړۍ د فلسفې پر ډېری مهمو مسایلو بحث کړی و، د بېلګې په توګه د درک او فهم مسایل، د لومړنیو او ثانوي ځانګړتیاو یا څرنګوالیو ترمنځ توپیر، او د ژبې اهمیت.[10]