جرمنی سترواک، دویم ویلهلم
From Wikipedia, the free encyclopedia
دویم ویلهلم (فریدریش ویلهلم ویکټور البرټ؛ ۲۷ جنوري ۱۸۵۹ – ۴ جون ۱۹۴۱ زکال) په انګلیسي بڼه دویم ویلیام، وروستی جرمنی سترواک (په جرمني ژبه کې: قیصر) او د پروس پاچا و، چې د ۱۸۸۸ زکال د جون له ۱۵ نېټې څخه یې د ۱۹۱۸ زکال د نومبر تر ۹ مې نېټې پورې تر هغه مهاله چې له واکه ګوښه کړای شو؛ واکمني وکړه. د یو پیاوړي سمندریز ځواک په جوړولو سره د یو لوی ځواک په توګه د جرمني د سترواکۍ د څرګندولو په خوا کې د هغه د بې تدبیره عامه ویناوو او نامنظم بهرني سیاست له امله د نړیوالې ټولنې له شدیدو مخالفتونو سره مخامخ شو او آن د یو شمېر کسانو له نظره د لومړۍ نړیوالې جګړې لامل وګرځېد. په لویدیځه جبهه کې له ډېرو هڅو سره له یو لړ ماتو خوړولو وروسته بالاخره په ۱۹۱۸ زکال کې مات شو او اړ شو څو واک پرېږدي، همدا و چې د جرمني سترواکي او په پروس کې د هوهنزولرن کورنۍ ۳۰۰ کلنه واکمني پای ته ورسېده.
جرمنی سترواک، دویم ویلهلم | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | د زړه ناروغي |
تابعیت | جرمن سترواکي |
پلار | |
مور | |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | جرمني ژبه [1][2]، انګليسي ژبه |
پوځي خدمت | |
مقام | جنرال |
جګړه/جګړې | باکسر بغاوت ، لومړنۍ نړېواله جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
دویم ویلهلم د پروس د شاهزاده فریدریک ویلیام او د سلطنتي شاهزادګۍ ویکټوریا زوی و. د هغه پلار د جرمني سترواک لومړي ویلهلم زوی و او مور یې د بریتانیا د ملکې ویکټوریا او شهزاده آلبرت ساکس کوبورگ او گوتا لور وه. د ویلهلم نیکه لومړی ویلهلم د ۱۸۸۸ زکال په مارچ کې مړ شو. د هغه پلار دریم فریدریک سترواک شو، خو یوازې ۹۹ ورځې وروسته مړ شو. له همدې امله په هغه کال کې چې د دریو سترواکانو د کال په نامه یادېږي، دویم ویلهلم د ۱۸۸۸ زکال په جون میاشت کې د دویم رایش (جرمني سترواکۍ) په تخت کښېناست.
د ۱۸۹۰ زکال په مارچ میاشت کې دویم ویلهلم د جرمني سترواکۍ اوږد مهاله ځواکمن لومړی وزیر اوټو فون بسمارک له واکه ګوښه کړ او د هېواد سیاستونه یې په مستقیم ډول تر خپل کنټرول لاندې راوستل او د یو نړیوال ځواک په توګه د خپل ځایګي د ثابتولو په موخه یې جګړه غوښتونکی نوی مسیر انتخاب کړ. د هغه د واکمنۍ پر مهال د جرمني استعماري سترواکۍ په چین او آرام سمندرګي کې نوي قلمرونه (لکه کیاتشاو خلیج، شمالي ماریانا ټاپوګان او کارولین ټاپوګان) خپل کړل او د اروپا په لوی تولیدونکي هېواد واوښت. له دې سره ویلهلم تر ډېره د یو شمېر بې تدبیره ویناوو او نورو هېوادونو ته د ګواښونو په کولو سره پرته له دې چې له خپلو وزیرانو سره مشوره وکړي؛ دغه پرمختګ کمزوری کاوه. هغه مهال چې قیصر په لویه کچه د جرمني د سمندریز ځواک پراخول پیل کړل، بریتانیا د جرمني یو له اصلي دښمنانو څخه شوه. تر ۱۹۱۰ زکال پورې جرمني دوه ملاتړي له ځان سره لرل: کمزوری اطریش- هنګري او مخ پر زوال عثماني سترواکي. [3]
د ۱۹۱۴ زکال د جولای میاشتې په کړکېچ کې د ویلهلم د واکمنۍ له خوا د دې تضمین ورکول چې جرمني به د اطریش – هنګري پوځي ملاتړ کوي، د لومړۍ نړیوالې جګړې یو له فوري لاملونو و. دغه مهال ویلهلم د پرېکړې کولو نږدې ټول واک له لاسه ورکړی و. په واقعیت کې ټولو ملکي چارواکو د پوځ د لوی درستیز پر وړاندې خپل واک له لاسه ورکړی و. د ۱۹۱۶ زکال په اګست میاشت کې ډي فکټو پوځي دیکتاتورۍ د جګړې تر پایه ملي پالیسي وټاکله. سره له دې چې جرمني د شوروي پر وړاندې بریاوې لرلې او په ختیځه اروپا کې یې پریمانه ځمکني قلمرونه خپل کړل، خو د ۱۹۱۸ زکال په مني کې په لویدیځه جبهه کې له پرېکنده ماتې وروسته اړ شو، څو له خپلو فتوحاتو لاس پر سر شي. ویلهلم هم اړ شو د ۱۹۱۸-۱۹۱۹ زکال د جرمني د انقلاب له امله واک پرېږدي. انقلاب هم سلطنتي جرمني په یو بې ثباته دیموکراتیک جمهوري دولت بدل کړ چې د وایمار جمهوریت په نوم پېژندل کېده. ویلهلم هم د تبعید له امله هالنډ ته وتښتید او په ۱۹۴۰ زکال کې د نازي جرمني له خوا د هالنډ د نیولو پر مهال هم همالته استوګن و او په ۱۹۴۱ زکال کې همالته مړ هم شو.