جان ټینډال
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان ټینډال (زوکړه: د ۱۸۲۰ زکال د اګست ۲مه – مړینه: د ۱۸۹۳ زکال د ډسمبر ۴مه) د نوولسمې پېړۍ مخکښ آیرلنډي فزیک پوه و. نوموړی په ۱۸۵۰مه لسیزه کې د ډیامقناطیس په برخه کې د څېړنو له امله شهرت وموند. نوموړي وروسته له دې د انفرارېډ وړانګو د قلمرو او د هوا د فزیکي خواصو اړوند موندنې لرلې، له دې سربېره یې وکولای شو په اتومسفیر کې د شته کاربن ډای اکساید او هغه څه ترمنځ اړیکه اثبات کړي چې نن ورځ د ګلخانه یي اغېز په توګه پېژندل کېږي.
چټک مالومات جان ټینډال, د شخص معلومات ...
جان ټینډال | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
عملي ژوند | |
ڈاکٹری مشیر | مایکل فراډې |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | پنځپوهنه [1] |
لاسليک | |
سمول |
تړل
ټینډال له دې سربېره دوولس علمي کتابونه ولیکل او په دې سره یې د ۱۹مې پېړۍ تجربوي فزیک ګڼ شمېر مخاطبینو ته وړاندې کړ. هغه له ۱۸۵۳ زکال څخه تر ۱۸۸۷ زکال پورې د لویې بریتانیا په سلطنتي انستیتیوت کې د فزیک په برخه کې تدریس وکړ. نوموړی په ۱۸۶۸ زکال کې د امریکا د فلسفي ټولنې غړی وټاکل شو. [2]