جان وېسلي
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان وېسلي ( /ˈwɛsli/ د کال ۱۷۰۳ د جون په ۲۸ [د تاریخ لیکنې په پخواني سټایل د جون ۱۷] زېږېدلی او د ۱۷۹۱ ز کالد مارچ په دویمه مړ شوی) یو انګرېزی دیني پوه، مجتهد او انجیل لیکونکی و هغه د انګلستان په کلیسا کې د بیاژوندي کوونکي غورځنګ مشر و چې د مېټوډېست په نوم پېژندل کېده. کومې ټولنې چې نوموړي رامنځته کړې د مېټوډېست غورځنګ خپلواکې بڼې شوې چې تر نن پورې دوام لري.[5]
جان وېسلي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۷ جون ۱۷۰۳[1][2][3][4] |
مړینه | |
تابعیت | د لویې بریتانیا پاچاهي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
وېسلي په اکسفورډ کې په چارټرهوس او عیسوي کلیسا کې زده کړې وکړې. په ۱۷۲۶ ز کال کې په اکسفورډ کې د لندن د لېنکولېن کالج غړی وټاکل شو او دوه کاله ورورسته د انګلېکن د کشیش په توګه منصوب شو. په اکسفورډ کې هغه د "سپېڅلي کلپ" مشري وکړه، دا یوه ټولنه وه چې د یو متدین مسیحي ژوند د مطالعې او پلټنې پر بنسټ د هغه د ورور چارلېز له خوا رامنځته شوې وه، چې جورج وايټفېلډ يې د هغې له غړو څخه ګڼه. د ساوانا جورجیا په مستعمره کې په عیسوي کلیسا کې تر دوه کلن نابریالي کشیشتوب وروسته لندن ته راوګرځېد او له یوې مذهبي ټولنې سره چې مشري یې د موراویاني عیسویانو په لاس کې وه یوځای شو. د ۱۷۳۸ ز کال د مې میاشتې په څلورویشتمه کله چې یې احساس وکړ په عجیب ډول يې زړه ګرم شوی هغه څه یې تجربه کړل چې د هغه انجیلي بدلون ونومول شو. ورپسې هغه موراویان پرېښودل او خپل ملاتوب/ کشیشوالی یې پیل کړ.
د وېسلې د کشیشتوب په پرمختګ کې یو کلیدي ګام د وایټفېلډ په څېر له هېواده بهر سفر کول او تبلیغ و. د وایټفېلډ له تمدن سره يې فرق دا و چې وېسلي د ارمنیزم ښوونې ومنلې. هغه په ټوله بریتانیا او ایرلنډ کې له حرکت کولو سره د کوچنیو مسیحي ډلو (ټولنو) په رامنځته کولو او تنظیمولو کې مرسته وکړه چې مسؤلیت پذیری، دینې ښوونې او شاګردۍ ته یې پراختیا ورکړه. هغه له دغې ډلې څخه د پالنې لپاره ګرځنده، نامعین انجیل لیکونکي نارینه او ښځینه خطیبان وګمارل. د وېسلې په لارښوونه مېټوډېستان د ورځې په ډېرو ټولنیزو موضوعاتو لکه د غلامۍ په له منځه وړلو او د بندخونو په سمونه کې مشرۍ ته ورسېدل.
که څه هم وېسلي یو اوصولي مجتهد نه و، هغه د عیسویت مفکورې د بشپړتیا لپاره استدلال کاوه او د کالوېنیزم (د عیسویت اصلاح شوې بڼه) مخالف و - او په ځانګړي ډول د هغه د تقدیر د فلسفې له لارښوونو سره مخالف و. د هغه انجیل پالنه چې پر الهی مقدساتو ولاړه ده، باوري وه چې د فیض/ مهربانۍ ابزار کله کله د یو معتقد په سپېڅلتیا کې رول لري. که څه هم هغه دا باور تدریساوه چې له ایمان سره یو کس داسې معتقد کېدی شي چې عیسی ع ته ورته والی ولري. هغه په دې باور و چې عیسویان په دې ژوند کې کولی شي داسې یو حالت ته ورسي چې د خدای مینه د دوی په زړونو کې واکمنه شي او دوی ته نه یوازې ظاهري بلکې باطني سپېڅلتیا هم وربښي. د وېسلي تعلیمات په ټوليز ډول د وېسلیان د الهياتو/ تیولوژۍ په نوم پېژندل کېږي، چې د میټوډېست کلیساوو د لارښوونو په زده کړه کې مرسته کوي.[6]
وېسلي د خپل ژوند په بهیر کې په انګلستان کې له مېشتې کلیسا سره پاتې شو او ټينګار یې وکړ چې میټوډېست غورځنګ په ښه توګه د دوی په دود کې ځای پر ځای شوی. وېسلي د خپل کشیشتوب په لومړیو کلونو کې په ډېری سیمه ییزو کلیساګانو کې له تبلیغ کولو څخه منع کړای شو او مېټوډېستان له زور زیاتي سره مخ شول. وروسته هغه له پراخ درناوي سره مخ شو او د خپل ژوند په پای کې د انګستان د تر ټولو مینه ناک سړي په توګه وپېژندل شو.[7][8]