جان نانس ګارنر
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان نانس ګارنر ۳ ( د ۱۸۶۸ ز کال د نومبر ۲۲ مه - د ۱۹۶۷ کال د نومبر ۷مه) چې د خپلو هم دورانو په منځ کې د "کاکټس جک" په نوم پېژندل کېده، د تګزاس یو امریکایی دیموکرات سیاستوال او وکیل و. هغه دوه دېرشم مرستیال ولسمشر و چې له ۱۹۳۳ ز کال نه تر ۱۹۴۱ ز کال پورې یې د فرانکلن ډي. روزولټ تر مشرۍ لاندې خدمت وکړ. د ۱۹۳۱ کال نه تر ۱۹۳۳ز کال پورې د متحده ایالاتو د استازو جرګې ۳۹م رئیس هم و. ګارنر او شولر کولفکس یوازیني سیاستوالان دي چې د کانګرس د دواړه جرګو د رئیسانو په توګه یې دنده ترسره کړې.
جان نانس ګارنر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
ګارنر د تګزاس اوولډ ولایت د ولایتي قاضي په توګه خپل سیاسي کار پیل کړ. د تګزاس د استازو په مجلس کې یې له ۱۸۹۸ ز کال نه تر ۱۹۰۲ز کال پورې خدمت وکړ او په ۱۹۰۲ز کال کې د متحده ایالاتو استازو مجلس ته د ټکزاس د استازي توګه په ټاکنو بریالی شو. د ۱۹۰۳ ز کال نه تر ۱۹۳۳ ز کال پورې د تګزاس د کانګرس د ۱۵م ناحیې استازی و. ګارنر له ۱۹۲۹ ز کال نه تر ۱۹۳۱ ز کال پورې د جرګې د اقلیت مشر په توګه خدمت وکړ او کله چې دیموکراتانو د ۱۹۳۰ ز کال ټاکنو وروسته د جرګې کنټرول په لاس کې ونیو، نوموړي د جرګې ریاست ته ترفیع وکړه.
ګارنر د ۱۹۳۲ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ولسمشرۍ نوماندۍ په کټه کې و، خو موافقه یې وکړه چې د ۱۹۳۲ ز کال په دیموکرات ملي کنوانسیون کې د فرانکلن ډی. روزولټ د مرستیال په توګه خدمت وکړي. روزولټ او ګارنر د ۱۹۳۲ ز کال ټاکنې وګټلې او په ۱۹۳۶ ز کال کې بیا وټاکل شول. ګارنرچې یو سویلی محافظه کار و، د کارګری ټولنو د ناستي کاربندیزونه او د نیو ډیل د لګښتونو کسر سره یې مخالفت وکړ. د ۱۹۳۷ ز کال په پیل کې یې د سترې محکمې د پراخولو د مسئلې پر سر له روزولټ سره اړیکې پرې کړې او د هغې په ماتولو کې یې مرسته وکړه، په دې دلیل چې هغې د ولسمشر په لاسونو کې ډېر زیات واک متمرکزه کړی و. ګارنر د ۱۹۴۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې بیا د ولسمشرۍ لټه کې شو، خو روزولټ د ۱۹۴۰ ز کال دیموکرات ملي کنوانسیون کې د ګوند د ولسمشرۍ نوماندي خپله کړه. روزولټ بیا هنري والس د خپل مرستیال په توګه غوره کړ.