جان مارشال
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان مارشال (۱۷۵۵ ز د سپتمبر ۲۴ مه – ۱۸۳۵ ز د جولای ۶مه) يو امريکايي سياستمدار او وکيل و، چې له ۱۸۰۱ز کال څخه په ۱۸۳۵ز کال کې تر مرګه يې د متحده ايالاتو د څلورم قاضي القضات په توګه دنده تر سره کړه. مارشال د سترې محکمې په تاريخ کې د تر ټولو زياتې مودې لپاره د قاضي القضات او په څلورمه شمېره کې د اوږدې مودې لپاره د قاضي په توګه کار کړی، هغه د سترې محکمې د دندې پر مهال له زياتو اغېزناکو قاضيانو څخه یوه بلل کېږي. سترې محکمې ته تر تګ وړاندې (او د قاضي القضات د دندې تر څنګ په يو وخت کې د يوې مياشتې لپاره) مارشال د جان اډمز د ولسمشرۍ پر مهال، د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزير په توګه هم دنده تر سره کړې ده.
جان مارشال | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
مارشال په ۱۷۵۵ز کال کې د ويرجينيا مستعمرې په جرمن ټاون کې زېږېدلی و. د امريکا د انقلابي جګړې له پيل وروسته، هغه د لويې وچې له پوځ سره يو ځای شو او په ګڼو جګړو کې يې برخه واخسته. د جګړې په وروستيو پړاوونو کې، هغه په ايالتي جرګه کې داخل شوی او د ويرجينيا د استازو مجلس ټاکنې يې وګټلې. مارشال د متحده ايالاتو د اساسي قانون پلوی و او هغه د ويرجينيا له خوا د ياد سند د تصويب په برخه کې ستره ونډه درلوده. د ولسمشر اډمز په غوښتنه مارشال په ۱۷۹۷ز کال کې فرانسې ته سفر وکړ تر څو په امريکايي بېړيو برېدونو ته په پای ورکولو کې مرسته وکړي. د فرانسې حکومت تر هغه وخته په دې اړوند له مذاکراتو څخه ډډه وکړه تر څو چې متحده ايالاتو د رشوت ورکولو سره موافقه وکړه او همدا چاره بيا د «ايکس وای زيډ» د بهير په نوم وپېژندل شوه. متحده ايالاتو ته له راستنېدو وروسته مارشال د متحده ايالاتو د استازو مجلس ته ټاکنې وګټلې او په کانګريس کې د فډراليسټ ګوند د مشر په توګه راڅرګند شو. د کابينې له بدلون وروسته هغه په ۱۸۰۰ز کال کې د بهرنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو او د اډمز په اداره کې يوه مهمه څېره وګرځېده.
په ۱۸۰۱ز کال کې اډمز مارشال سترې محکمې ته غوره کړ. پر نورو قاضيانو د ستر شخصي اغېز له امله، مارشال ډېر ژر په محکمه کې مهم شخص شو. د هغه په مشرۍ کې محکمه له انفرادي نظرياتو لرې شوه او د دې پر ځای يې د يوه اکثريت نظريه صادروله، چې روښانه قانون يې تشرېح کاوه. په ۱۸۰۳ز کال کې، «د ماربي په مقابله کې د ماډيسن» لومړۍ ستره قضيه وه، چې د مارشال محکمې ته وړاندې شوه. د محکمې لپاره په خپل نظر مارشال د قضايي بيا کتنې اصل په نظر کې ونيو، په دې ډول چې محکمې کولای شي، له اساسي قانون سره په ټکر کې راغلي فدرالي او ايالتي قوانين لغوه کړي. مارشال له اجرائيه قوې سره په مستقيم ټکر کې له غورځېدو څخه ځان ساته، چې د اجرائيه قوې مشري ديموکرات-جمهوري غوښتونکي ولسمشر توماس جفرسن کوله. په داسې حال کې چې په داخلي څانګو کې له ټکر څخه يې ځان ژغوره، د قضايي بيا کتنې اصل په رامنځته کولو سره، مارشال د ځواکونو د جلا کولو د اصل په عملي کولو او له حکومت سره د يوې برابرې خپلواکې څانګې په توګه د امريکايي قضايي قوې له ثبتولو سره مرسته وکړه.
له ۱۸۰۳ز کال وروسته، د د ډېرو پریکړو په صادرولو سره، د جان محکمې فدرالي حکومت او فدرالي اساسي قانون ته په ايالتي قوانينو لومړیتوب ورکړ. د قراداد د بند ماتولو په دليل «د پيک په وړاندې د فليچر» او «د وډوارډ په وړاندې د ډارټموټ کالج» په قضيو کې محکمې ايالتي کړنې بې اعتباره وګرځولې. «د مريلينډ په وړاندې د مک کالوچ» په قضيه کې د محکمې پریکړې، د متحده ايالاتو د دويم بانک قانونيت تاييد کړ او دا اصل يې رامنځته کړ چې، ايالتونه نه شي کولای، فدرالي ادارو ته ماليات ورکړي. د «هانتر اجاره کوونکي په وړاندې د مارټين» او «د ويرجينيا په مقابل کې د کوهنز» قضيو څرګنده کړه چې، ستره محکمه کولای شي، له ايالتي محکمو څخه هم په مدني او هم په جزايي قضيو کې استئناف واوري. «د اوګډين په وړاندې د ګيبونز» په قضيه کې د مارشال نظريې روښانه کړه چې، د هېواد سوداګريز بند ايالتونه پر بېړۍ چلولو له محدوديتونو لګولو څخه منع کوي. «د جورجيا په مقابل کې د ورسيسټر» په قضيه کې، مارشال په دې باور و چې، د جورجيا د سزا هغه قانون، له اساسي قانون سره په ټکر کې دی، کوم چې غیر اصلي امريکايان، د ايالت له جواز پرته د اصلي امريکايانو په ځمکو له اوسېدو منع کوي. مارشال په ۱۸۳۵ز کال کې مړ شو او «جيکسن راجر ټاني» یې د هغه د ځای ناستي په توګه وټاکه.