جان سي. فریمونټ
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان چارلز فریمونټ یا فریمونټ (۲۱ جنوري ۱۸۱۳ – ۱۳ جولای ۱۸۹۰ زکال) امریکايي کاشف، پوځي افسر او سیاستوال و. نوموړی له کلیفورنیا ایالت څخه د متحده ایالاتو سناتور او په ۱۸۵۶ زکال کې ولسمشریزو ټاکنو ته لومړنی جمهوري غوښتونکی نوماند او د کالیفورنیا ایالت د جمهوري غوښتونکي ګوند بنسټګر و چې د نوماندی پر مهال یې د هغو بنسټ کېښود.
جان سي. فریمونټ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | منهټن [1] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | پوځ [2]، سياست [2] |
پوځي خدمت | |
مقام | تورن جنرال |
جګړه/جګړې | د امریکا کورنۍ جګړه ، د مکسیکو او امریکا جګړه |
لاسليک | |
سمول |
د جورجیا د اصلي وګړي په توګه له غلامۍ سره مخالف و. په ۱۸۴۰ مه لسیزه کې نوموړي په لویدیځ لوري کې د متحده ایالاتو د پنځو پراختیاو مشري وکړه. د دریمې پراختیا پر مهال نوموړي او تر قوماندې لاندې کسانو یې په کالیفورنیا کې د اصلي امریکایانو په عام وژنه لاس پورې کړ. په ۱۸۴۶ زکال کې د مکسیکو او امریکا د جګړې پر مهال فریمونټ چې د متحده ایالاتو د پوځ مشري یې کوله د کالیفورنیا له جمهوریت څخه یې د کالیفورنیا کنټرول ترلاسه کړ. فریمونټ د کالیفورنیا د قانوني پوځي والي توب پر سر د شخړو له امله د پاڅون او سرغړونو په تور په پوځي محکمه کې تورن شو. د ولسمشر پولک له خوا د هغه د مجازاتو له تخفیف او را خوشي کولو وروسته نوموړي له پوځ استعفا ورکړه او د کالیفورنیا په مونتري کې په داسې حال کې استوګن شو چې د سیرا غره په لمن کې یې په ارزانه بیه ځمکه وپېرله. هغه مهال چې په ماریپوزا کرنیزو ځمکو کې طلا وموندل شوه نوموړی په یو بډایه کس واوښت. فریمونټ په ۱۸۵۰ زکال کې د متحده ایالتو په سنا جرګه کې د نوي کالیفورنیا ایالت له دوه لومړنیو څوکیو یوه خپله کړه. فریمونټ د نوي جمهوري غوښتونکي ګوند له خوا چې د متحده ایالاتو د شمال ډېره برخه یې په ولکه کې وه ولسمشرۍ ته نوماند شو. نوموړي د ۱۸۵۶ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې هغه مهال دیموکرات جیمز بوکانن نه ماته وخوړه چې د بومي امریکایانو Know Nothings ګوند خپله رایه ووېشله.
په ۱۸۶۱ زکال کې د امریکا د کورنۍ جګړې په پیلېدو سره ولسمشر ابراهام لینکولن نوموړي ته د لویدیځې قوماندانۍ مشري وسپارله. په داسې حال کې چې فریمونټ په دغه ځایګي کې د خپلې لنډې واکمنۍ پر مهال یو شمېر بریالیتوبونه ترلاسه کړل، خو هغه ټول واکونه ځان ته اړوند کړل او له ولسمشر لینکولن او یا هم د پوځ له لوی درستیزیت سره یې له مشورې پرته یو شمېر عجولانه پرېکړې وکړې. نوموړي د خوشي کولو یو غیر مجاز فرمان صادر کړ او لینکولن هم هغه د نافرمانۍ له امله ګوښه کړ. په ۱۸۶۲ زکال کې د غرونو په وزارت کې له لنډ مهالې دندې وروسته فریمونټ په نیویارک کې استوګن شو او په ۱۸۶۴ زکال کې له فوځ څخه تقاعد شو. په ۱۸۶۴ زکال کې فریمونټ د رډایکال دیموکراسۍ ګوند له خوا چې د جمهوري غوښتونکو غلامي ضد جلا شوې ډله وه؛ ولسمشرۍ ته نوماند شو خو له ټاکنو وړاندې پر شا شو. له کورنۍ جګړې وروسته فریمونټ خپله ډېره شتمني په ۱۸۶۶ زکال کې د آرام سمندر په نابریالۍ اوسپنې پټلې او پاتې نوره یې هم د ۱۸۷۳ زکال په اقتصادي کړکېچ کې له لاسه ووتله. نوموړي له ۱۸۷۸ زکال څخه تر ۱۸۸۱ زکال پورې د اریزونا د والي په توګه خدمت وکړ. له ولایت څخه له استعفا وروسته له سیاسته تقاعد شو او په ۱۸۹۰ زکال کې په نیویارک ښار کې په بې وسۍ کې ومړ.
تاریخ پوهان فریمونټ یو جنجالي، تند خوی او متناقض کس بولي. یو شمېر یې د ګڼ شمېر لاسته راوړنو لرونکی پوځي اتل بولي او یو شمېر نور یې بیا یو ماته خوړلی بولي چې ډیری وخت یې په خپلو ښو موخو کې ماته خوړلې. یو شمېر تاریخ پوهان استدلال کوي چې د هغه د شخصیت او کرکټر ریښه د هغه نامشروعه زېږون ته اړونده ده. په کالیفورنیا کې د بومي امریکایانو په عام وژنه کې د هغه ونډې د ده تاریخي شخصیت ته زیان واړه. ژوند لیک لیکونکی الن نوینز لیکي چې فریمونټ د پام وړ لاسته راوړنو او تریخو ماتو سره یو ډراماتیک ژوند درلود. [3][4]