جان ستورات میل
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان ستورات میل (۲۰ می ۱۸۰۶ – ۷ می ۱۸۷۳ زکال) انګلیسي فیلسوف، سیاستوال، اقتصاد پوه، د پارلمان غړی او دولتي ملکي کارکوونکی و. د کلاسیک لیبرالېزم په تاریخ کې دغه تر ټولو اغېزمن متفکر په پراخه کچه له ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي نظریاتو سره مرسته وکړه. هغه چې «د نولسمې پېړۍ د اغېزمن انګلیسي فیلسوف لقب خپل کړ»؛ د نامحدود دولتي او ټولنیز کنټرول پر خلاف یې آزادي د فردي آزادیو په توګه انګېرله. [1][2][3]
جان ستورات میل | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
ګوند | لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) |
عملي ژوند | |
استاد | جرمي بینتام |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
کار ورکوونکی | |
تحریک | اتيزم ، مساوات غوښتنه ، د ګټې اصالت ، لېبراليزم |
لاسليک | |
سمول |
میل د ګټې پالنې پلوی و، هغه اخلاقي نظریه چې د هغه د مخکښ جرمي بنټام له خوا رامنځته شوې وه. هغه د علمي میتودولوژي له ارزونې سره مرسته وکړه؛ په داسې حال کې چې په دې اړه د نوموړي پوهه د یو شمېر نورو متفکرینو د لیکنو په ځانګړې توګه د ویلیام ویول، جان هرشل، اګوست کنت او د هغو څېړنو پر بنسټ چې الکساندر بین د میل لپاره ترسره کړې وې؛ وه. هغه له ویوېل سره لیکلې مناظره ترسره کړه. [4]
میل چې د لیبرال ګوند یو له غړو او د ښځو د انقیاد (The Subjection of Women) په نامه د لومړني فیمینسستي کتاب لیکوال و؛ دویم پارلمانی استازی و چې له هنري هانت وروسته یې په ۱۸۳۲ زکال کې ښځو ته د رایو ورکولو د حق د ورکړې غوښتنه وکړه. [5][6]