جان براون
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان براون (د ۱۸۰۰ د مې میاشتې په نهمه زېږېدلی او د ۱۸۵۹ د ډېسمبر په دوهمه مړ شوی) د تورپوستو د غلامۍ اوصولو د له منځه وړلو د پلوی امریکایی مشر و. هغه لومړی په کنساس (Kansas) کې د سخت دریځو د له منځه وړلو او خونړۍ جګړې له امله ملي شهرت تر لاسه کړ، هغه په پای کې د امریکا له کورنۍ جګړې څخه مخکې په هارپېرس فېري (Harpers Ferry) کې د غلام بغاوت د ناکامې هڅې له امله ونیول او اعدام شو. د پیاوړې مذهبي عقیدې خاوند و. براون باوري و چې دی د "خدای یوه وسیله وه." براون د امریکایي تور پوستو د مرییتوب اوصولو د له منځه وړلو په غورځنګ کې د تاوتریخوالي مخکښ استازی و. هغه باوري و چې په امریکا کې د غلامۍ د ختمولو لپاره تاوتریخوالی ته اړتیا ده ځکه د لسیزو سوله ییزو هڅو ماته خوړلې وه. براون په مکرر ډول وویل د غلامانو د ازادۍ لپاره په کار کې هغه طلایي اوصول او د امریکا د متحده ایالاتو د خپلواکۍ اعلامیه څاري، چې وایي "ټول انسانان برابر رامنځته شوي."[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13]
جان براون | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
لاسليک | |
سمول |
براون هغه مهال چې د ۱۸۵۰ لسیزې په وروستیو کې یې د کنساس د خونړي کړکېچ په بهیر کې د غلامۍ ضد رضاکارانو او خپلو زامنو مشري وکړه د لومړي ځل لپاره ملي شهرت ترلاسه کړ او د دې پر سر چې ایا کنساس یو ازاد ایالت دی که یو غلام، د ایالت په سطحه کورنۍ د جګړې له لارې اتحادیې ته د ننه شو. هغه د تور پوستو د غلامۍ د له منځه وړلو له سوله غوښتنې څخه راضي نه و او د سوله غوښتونکو په اړه یې وویل چې: "دا خلک یوازې خبرې کوي هغه څه ته چې موږ اړتیا لرو یوازې عمل دی - عمل!" براون د ۱۸۵۶ کال په مې میاشت کې د پوټاواټومي (Pottawatomie) په ټول وژنه کې له خپلو زامنو سره د غلامۍ پلوه ځواکونو له خوا د لارنس (Lawrence) د ګوښه کولو په ځواب کې د غلامۍ پنځه پلویان ووژل. بروان وروسته د بلک جک (Black Jack) او اوساواتومیا (Osawatomie) په جګړو کې د غلامۍ ضد ځواکونو قومانده پر غاړه لرله.
د ۱۸۵۹ کال په اکتوبر میاشت کې براون په هایپر فیري (نننۍ لویدیځه وېرجینیا) کې د فېدرالي وسلو پر مرکز د برید مشري وکړه. نیت یې دا و چې د غلامانو د ازادۍ غورځنګ پیل او سویل ته یې وغځوي؛ هغه د متحده ایالاتو لپاره له غلامۍ څخه پاک لنډمهاله تعدیل شوی اساسي قانون چمتو کړی و چې هغه یې د پلي کولو هیله لرله. هغه وسلې تر لاسه کړې، خو اووه کسان ووژل شول او له لسو څخه زیات ټپیان شول. براون هوډ درلود چې له شته وسلو سره غلامان په وسلو سمبال کړي. خو یوازې څو غلامان د هغه له بغاوت سره یوځای شول. د براون هغه شمېر کسان چې ونه تښتېدل د ځایي ملېشو او د رابرت اي.لي (Robert E. Lee) په مشرۍ د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو له خوا ونیول یا هم ووژل شول. براون د وېرجینیا د مشترک المنافع دولت پر وړاندې د خیانت، د پنځو کسانو د وژلو او د غلام بغاوت د هڅونې په تور محاکمه شو. هغه په ټولو مواردو کې مجرم وپېژندل شو او لومړنی کس و چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې د خیانت په جرم د ۱۸۵۹ کال د ډېسمبر په دویمه اعدام شو.[14]
د هایپرز فري (Harpers Ferry) یرغل او د براون محکمې چې دواړه په ورځپاڼو کې په ملي کچه پوښل شوي وو، هغه تاوتریخوالی زیات کړ چې یو کال وروسته د سویل د اوږدمهاله بېل والي او د امریکا د کورنۍ جګړې لامل شو. سویلیانو وېره لرله چې نور به زر د براون لار وڅاري او د غلامانو بغاوتونه به وهڅوي او په وسلو به یې سمبال کړي. هغه په شمال کې د اتلولی سمبول و. د اتحادیي سرتېري د « جان براون بدن» د نوې سندرې په لور لاړل، چې هغه یې د یو اتل شهید په توګه انځوراوه. براون په بېلابېلو ډولونو د یو اتل شهید او بینا/لیدونکي او د یو لېوني او ترهګر په توګه تشرېح شوی. [15][16][17]