توماس پېن
From Wikipedia, the free encyclopedia
توماس پېن (د ۱۷۳۷کال فبرورۍ۹ـ ۱۸۰۹ کال جون ۸) په انګلستان کې زېږېدلی یو امریکایي سیاسي فعال، فیلسوف، سیاسي تیوریسن او انقلابي و. هغه د امریکا د انقلاب په پیل کې په ۱۷۷۶ز کال کې د سلیم عقل (Common Sense) او په ۱۷۷۶-۱۷۸۳ ز کلونو کې د امریکايي کړکېچ (The American Crisis) په نامه دوه تر ټولو اغېزناکې مقالې ولیکلې او په ۱۷۷۶ز کال کې يې وطنپالو ته په الهام ورکولو سره مرسته وکړه څو له سترې بریټانیې خپلواکي واخلي. د هغه په اندونو کې د روښنايي پېر د انتقالي بشري حقونو هیلې منعکسې شوې وې. [1][2][3]
توماس پېن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د لویې بریتانیا پاچاهي (–۱۷۷۶)
د امریکا متحده ایالات (۱۷۷۶–۱۷۸۷) د لویې بریتانیا پاچاهي (۱۷۸۷–۱۷۹۰) فرانسه (۲۶ اگسټ ۱۷۹۲–۱۸۰۲) د امریکا متحده ایالات (۱۸۰۲–) |
مذهب | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
پېن د نورفالک ایالت په تېټفورډ سیمه کې وزېږېد او په ۱۷۷۴ز کال کې يې د بنجامین فرنکلین په مرسته بریټانوي امریکايي مستعمرو ته کډه وکړه او کله چې امریکا ته ورسېد، د هغه هېواد په انقلاب کې يې برخه واخیسته. نږدې هر پاڅونوال د هغه د سلیم عقل ۴۷ پاڼه ییزه مقاله لوستې یا اورېدلې وه او دا د امریکا تر ټولو ډېر پلورل شوی کتاب هم ګڼل کېده. په دې لیکنه کې له لويې بریټانیې څخه د خپلواکۍ اخیستو لپاره د پاڅون غوښتنې شننې شوې دي. د امریکايي کړکېچ کتاب یې بیا د انقلاب پلوه مقالو لړۍ وه. پېن تر ۱۷۹۰ز کال پورې په فرانسه کې و اوسېدلو او د فرانسې په انقلاب کې په ژوره توګه ښکېل و. هغه په ۱۷۹۱ز کال کې د انسان حقونه (Rights of Man) کتاب ولیکه چې په هغه کې د منتقدینو پر وړاندې د فرانسې انقلاب دفاع یې کړې وه. په انګریزالاصله ایرلنډي محافظه کار لیکوال اېډمونډ بروک د بریدونو له امله، په ۱۷۹۲ز کال کې په غایبانه توګه د بلواګرۍ په تور په جرم محکوم شو. [4][5]
د ځوان ویلیام پیټ بريټانوي حکومت اندېښنه درلوده هسې نه چې د فرانسې انقلاب بریټانیا کې خپور شي، نو ځکه يې د هغو اثارو پر ضد مبارزه پیل کړه چې د سختدریځه فلسفو څخه يې ملاتړ کولو. د پېن هغه اثار چې د حکومت راپرځولو لپاره يې د خلکو د حق لپاره غږ پورته کاوه، په نښه شول او په دې ډول د ۱۷۹۲ ز کال په لومړیو کې د هغه د نیول کېدو حکم هم صادر شو. پېن په سپټمبر میاشت کې فرانسې ته وتښتېد او هلته يې د دې سربېره چې په فرانسوي ژبه خبرې نشو کولای، په چټکه توګه د فرانسې ملي کنوانسیون ته وټاکل شو. د فرانسې ژیروندینس ګوند دی خپل متحد وباله؛ په پایله کې، د موناژناغدز Montagnards ګوند په ځانګړې توګه مکسمیلیان روبیسپییر Maximilien Robespierre دښمن وباله.
د ۱۷۹۳ز کال په ډېسمبر میاشت کې، پېن ونیول شو او په پاریس کې د لوګزامبورګ زندان ته یوړل شو. په زندان کې هغه د دلیل پېر (The Age of Reason) (۱۷۹۳-۱۷۹۴) په کتاب باندې کار ته دوام ورکړ. جېمز مونرو چې وروسته د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر شو او له خپلو ډيپلوماټیکو اړیکو څخه یې ګټه واخیسته او د ۱۷۹۴ز کال په نوامبر په میاشت کې يې پېن له زندان څخه راووېست. پېن د خپلو لیکنو او پر خپلو پخوانیو متحدینو د برید له امله چې فکر یې کولو خیانت يې ورسره کړی، ډېر مشهور شو. د دلیل پېر کتاب او نورو لیکنو يې د خدای باورۍ لپاره غږ پورته کړ، دلیل خپلواک فکر ته يې وده ورکړه او په ټوله کې يې د دینونو او په ځانګړې توګه مسیحي ډکټورین د بنسټیز کولو پر ضد جروبحث وکړ. په ۱۷۹۶ز کال کې هغه جورج واشنګټن ته یو تند پرانیستی لیک خپور کړ او هغه يې یو بې کفایته جنرال او ریاکار شخص بللی ؤ. هغه په ۱۷۹۷ز کال کې د کرنیز عدالت (Agrarian Justice) کتاب خپور کړ او په هغې کې د ملکیت پر اصل یې بحث کړی و او د ځمکې پر څښتنانو د میراث د یو ځلي مالیې له لارې يې د حداقل ډاډمن عاید مفهوم په اړه لیکلي وو. په ۱۸۰۲ز کال کې هغه د امریکا متحده ایالاتو ته راستون شو او د ۱۸۰۹ز کال د جون میاشتې په ۸ نېټه مړ شو. یوازې شپږ تنه يې مړي ته راغلي وو او د مسیحیت د ریشخندولو او د ولس پر مشرانو د بریدونو له امله خلکو مخ ترې اړولی و. [6][7]