توماس هنري هاکسلی
From Wikipedia, the free encyclopedia
توماس هنري هاکسلی (زوکړه: د ۱۸۲۵ زکال د مۍ ۴ مه – مړینه: د ۱۸۹۵ زکال د جون ۲۹ مه) انګلیسي بیولوژي پوه او انتروپولوژیست و چې د تطبیقي اناتومي په برخه کې یې تخصص درلود. نوموړی د چارلز داروین د تکامل له نظریې څخه د ملاتړ له امله په «بولډاګ داروین» مشهور شو. [1]
توماس هنري هاکسلی | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
هديره | لندن |
استوګنځای | لندن |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | ژوپوهنه ، شمزۍ لرونکي ژوي ، تکامل |
مؤثر | چارلس ډاروین |
لاسليک | |
سمول |
په ۱۸۶۰ زکال کې له ساموئل ویلبرفورس سره د هاکسلي د مناظرې اړوند کیسې د هغه له خوا په پراخه کچه د تکامل منل د نوموړي په علمي ژوند کې د بدلون ټکي په توګه څرګندوي، په داسې حال کې چې تاریخ پوهان باور لري له دغې مناظرې څخه پاتې شوې کیسې جعلي دي. هاکسلي پلان درلود چې له مناظرې یوه ورځ وړاندې اکسفورډ پرېږي خو د Vestiges کتاب له لیکوال رابرټ چمبرز سره له مخ کېدو وروسته یې خپل هوډ بدل کړ او پرېکړه یې وکړه چې په دغه مناظره کې برخه واخلي. ویلبرفورس ته ریچارډ اوون لارښوونه کوله هغه چې هاکسلي یې پر وړاندې د دې اړوند بحث کاوه چې ایا انسانان شادیانو ته اړوند دي او که نه. [2]
هاکسلي د داروین له یو شمېر نظریاتو لکه تدریج ګرايي سره چندان لېوالتیا نه لرله او همدارنګه یې د طبیعي انتخاب اړوند د هغه د نظریې اړوند پرېکړه نه وه کړې، خو له دې ټولو سره یې په عمومي توګه له داروین ملاتړ کاوه. نوموړی چې په بریتانیا کې د زده کړو د علمي ډول یو له پراختیا ورکوونکو څخه و د سخت دریځو مذهبي سنتونو پر وړاندې یې مبارزه کوله.
هاکسلي په ۱۸۶۹ زکال کې د «اګنوسټېسېزم» اصطلاح ابداع کړه چې له مخې یې هغه ادعاوې چې د پوهېدو وړ او د پوهېدو وړ نه دي تعریف کړي.
هاکسلي ډېرې لږ رسمي زده کړې کړې وې او تر ډېره پورې یې هرڅه خپله زده کړې و. له دې سره نوموړی د ۱۹ مې پېړۍ د وروستیو تر ټولو غوره تطبیقي اناتومېست وپېژندل شو. هغه په غیر فقاریه ژوندیو موجوداتو کار وکړ او د هغو ژوندیو موجوداتو ترمنځ په اړیکو یې کار وکړ چې وړاندې لږ پېژندل شوي و. وروسته یې فقاریه ژوندیو موجوداتو ته مخه کړه او په ځانګړې توګه یې د انسانانو او شادیانو ترمنځ په اړیکو کار وکړ. د آرکئوپټریکس او کامپسوناتوس له پرتلې وروسته هغه دې پایلې ته ورسېد چې الوتکونکو مرغانو له غوښه خوړونکو ډیناسورانو څخه تکامل موندلی، هغه نظریه چې نن ورځ په پراخه کچه منل شوې. [3][4][5][6]