توماس مور
From Wikipedia, the free encyclopedia
توماس مور (زوکړه: د ۱۴۷۸ زکال د فبروري ۷ مه – مړینه: د ۱۵۳۵ زکال د جولای ۶ مه) چې په کاتولیک کلیسا کې د سنټ توماس مور په توګه ورته درناوی کېږي، انګلیسي وکیل، قاضي، ټولنیز فیلسوف، لیکوال، دولتي چارواکی او د رنسانس د دورې پیاوړی انسان پال و. نوموړی د ۱۵۲۹ زکال له اکتوبر میاشتې څخه د ۱۵۳۲ زکال تر مۍ میاشتې پورې د انګلستان لومړي وزیر و. هغه د اتوپیا په نامه کتاب لیکلي چې په ۱۵۱۶ زکال کې خپور شوی چې په هغو کې یې د آرماني جزیروي دولت سیاسي نظام تشرېح کړی. [2][3][4][5][6]
توماس مور | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۷ فبروري ۱۴۷۸[1] لندن |
مړینه | 6 جولای 1535 (57 کاله)[1] |
نظربندۍ مقام | د لندن برج |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
هغه تر ډېره پورې د پروتستاني اصلاحاتو پر وړاندې مخالفت وکړ او د مارتین لوتر، هالدریش زوینګلی، جان کالوین او ویلیام تیندل د الهیاتو پر وړاندې یې په لیکلي ډول خپل مخالفت څرګند کړ. هغه له کاتولیک کلیسا څخه د اتم هنري له جلاتوب سره شدید مخالفت وکړ او د انګلستان د عالي کلیسا د مشر په توګه یې د هنري د رسمیت پېژندلو او همدارنګه یې د آرګون له کاترین سره د هغه د واده له منلو ډډه وکړه. د برترۍ د لوړې کولو څخه د ډډه کولو له امله په خیانت تورن شو او اعدام شو. داسې راپور ورکړل شوی چې هغه د خپل اعدام پر مهال ویلي: «زه د پاچا ښه او د خدای لومړی بنده مړ کېږم».
یوولسم پاپ پیوس په ۱۹۳۵ زکال کې مور شهید وباله. په ۲۰۰۰ زکال کې دویم پاپ جان پال نوموړی د دولتي چارواکو او سیاستوالو لوی شفاعت کوونکی (patron saint وباله. [7][8][9]