توماس ساس
From Wikipedia, the free encyclopedia
توماس ساس (زوکړه: د ۱۹۲۰ زکال د اپرېل ۱۵ مه – مړینه: د ۲۰۱۲ زکال د سپټمبر ۸ مه) هنګري الاصله امریکايي ارواه پوه و. نوموړي د خپل مسلکي ژوند ډېری مهال د نیویارک په سیراکیوس ښارګوټي کې د نیویارک د اپ سټېټ طبي پوهنتون د ارواه پوهنې د ښوونکي په توګه خدمت وکړ. نوموړی چې د ټول ژوند لپاره د متحده ایالاتو د ارواه پوهنې د ټولنې غړی او همدارنګه د امریکا د اروايي څېړنو د ټولنې غړی و؛ د اروايي درمنلې د اخلاقي او علمي بنسټ د ټولنیز منتقد په توګه پېژندل کېده ځکه چې نوموړي په معاصره ټولنه کې طبابت او علم پالنه د ټولنیز کنټرول په موخه ګڼل. د اروايي ناروغۍ د افسانې (The Myth of Mental Illness؛ ۱۹۶۱ زکال) او د لیونتوب د جوړېدو (The Manufacture of Madness؛ ۱۹۷۰ زکال) تر نومونو لاندې د هغه اثارو د نوموړي د یو شمېر استدلالونو څرګندويي کوله. [2]
توماس ساس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | بوډاپسټ [1] |
مړینه | |
تابعیت | هنګري |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | هنګري ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | سادرملنه |
کار ورکوونکی | د نيويارک پوهنتون |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
سمول |
ساس په خپل حرفوي ژوند کې استدلال کاوه چې اروايي ناروغۍ د انسان په ژوند کې د ستونزو استعاروي بڼه ده او اروايي ناروغۍ د جسمي ناروغیو په څېر «ناروغۍ» نه دي ځکه چې یوازې له څو هغو مغزي ناروغیو پرته چې د پېژندو وړ دي؛ نورې ټولې دغه ناروغۍ «نه بیولوژیکي یا کیمیاوي معاینات، نه نمونه ګیرۍ او نه هم کالبد سپړنه کولای شي هغه دې د رواني اختلال په توګه تائید کړي». [3]
ساس د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې تل دا څرګندوله چې هغه د اروايي درملنې مخالف نه دی بلکې د اجباري اروايي درملنې مخالف دی. نوموړي د مدني ژمنتوب او غیر ارادي اروايي درملنې کلک مخالف و، خو په موافقو بالغو کسانو باندې یې د اروايي درملنې په ترسره کولو او په هغو باندې یې د اروايي طبابت په لارو چارو کارونې باور درلود او هغه یې عملي کولې.