توماس بیویک
From Wikipedia, the free encyclopedia
توماس بیویک (زوکړه: د ۱۷۵۳ زکال د اګست ۱۱ مه – مړینه: د ۱۸۲۸ زکال د نومبر ۸ مه) انگلیسي د لرگیو حکاک او طبیعي تاریخ لیکونکی و. نوموړي د خپل کاري ژوند په پیل کې په هر ډول چارو لکه د قاشغو او پنجو په حکاکۍ، د تبلیغاتو لپاره د لرګینو قطعاتو په جوړولو او همدارنګه د ماشومانو د کتابونو لپاره په رسامیو لاس پورې کاوه. په تدریج سره نوموړي د خپلو کتابونو رسامۍ، لیکنو او خپرولو ته مخه کړه او د «څلور پښو لرونکو حیوانانو د تاریخ» په نامه خپل غوره کتاب لپاره یې ګڼ شمېر لویان مخاطبین وموندل.
توماس بیویک | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | طبيعت [1] |
سمول |
د نوموړي کار هغه مهال پیل شو چې د نیوکسل په آپون ټاین کې یې د رالف بیلبي سره د حکاکۍ په برخه کې شاګردي وکړه. نوموړی په دغه سوداګرۍ کې شریک شو او بالاخره یې خپله کړه. په هغه کار زده کوونکو کې چې بیویک روزلي و جان اندرسون، لوک کلنل او ویلیام هاروی شامل و چې هر یو په خپل نوبت سره په مخکښو نقاشانو او حکاکانو واوښتل.
بیویک تر ډېره پورې د بریتانیا د مرغانو د تاریخ په نامه خپل اثر له امله پېژندل کېږي؛ هغه چې نن ورځ په لرګیو باندې د حکاکۍ په ځانګړې توګه د کوچنیو، واضحو او تر ډېره پورې د طنزي انځورونو لرلو له امله د لکیو د قطعاتو په توګه ستایل کېږي. دغه کتاب د ټولو معاصرو میداني لارښودونو مخکښ دی. نوموړي د خپل ژوند پر مهال د ایسوب افسانو یو شمېر نسخې په انځور کې وکښلې. هغه په لرګیو کې د انځورونو د کنستو اړوند د فني نوښت کریدت خپل کړی.