بېنيټو جیورېز
From Wikipedia, the free encyclopedia
بنېټو پابلو جیورېز ګارسیا (په اسپانیوي ژبه: [beˈnito ˈpaβlo ˈxwaɾes gaɾˈsi.a] (اورېدل)؛ د ۱۸۰۶ کال د مارچ په ۲۱ زېږېدلی او د ۱۸۷۲ کال د جولای په ۱۸ مړ شوی، یو مکسیکویي سیاستوال او لېبرال وکیل و چې له ۱۸۵۸ کال څخه يې تر خپلې مړینې پورې (په ۱۸۷۲ کال کې دفتر کې) د مکسیکو د ۲۶ ولسمشر په توګه خدمت وکړ. هغه یو زاپوتیک او لومړنی ولسمشر و چې د مکسیکو لرغونی/اصلي اوسېدونکی و.
بېنيټو جیورېز | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | مکسيکو |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
په اواخاکا کې په یوه بېوزله کلیواله کورنۍ کې زېږېدلی او په نوې ځوانۍ کې یتیم شو، جیورز د خپل تره له خوا ساتل کېده او بالاخره په ۱۲ کلنۍ کې د اواخاکا ښار ته کډه شو چېرته چې د هغه خور ژوند کاوه. د یوه عامي فرانسېسکان له خوا يې لومړنۍ مرسته ترلاسه کړه چې د ديني علومو په یوه مدرسه کې شامل شو، وروسته یې د علومو او هنر په خپلواکه مؤسسه کې زدهکړې پیل کړې. د قاضي په توګه تر منصوب کېدو وروسته يې په ۳۰ کلنۍ کې له مارګاریتا مازا سره چې د اروپايي ميراث لرونکې وتلې ټولنزې کورنۍ څخه وه د اواخاکا په ښار کې واده وکړ. هغه د مؤسسې/انسټیټیوټ له دورې راهیسې د ښار او اواکساکا ایالت په لېبرال سیاست کې فعال و، د لېبرال جنرال انتونیولوپزډې سانتااننا (Antonio López de Santa Anna) تر ګوښه کېدو وروسته يې ملي/هېوادنی شهرت تر لاسه کړ. هغه د ولسمشرانو خوان الوارېز او اېګناسیو کومن فورټ تر لاس لاندې د لېبرال سموونو یوه برخه و. په ۱۸۵۸ کال کې د کومونفورټ او خوارېز له استعفا سره د سترې محکمې د رییس په توګه د مکسیکو د اساسي قانون رییس شو. هغه د سموونو په جګړه کې د محافظه کارانو پر ضد د بریالۍ مبارزې مشري وکړه او د جمهوري مشرتابه لپاره د فرانسې د لاسوهنې او محافظه کارانو پر ضد بریا ته ورسېده. هغه په طبعي مړينه د ولسمشرۍ په مقام کې ومړ. [1]
خوارز د خپل ژوند په بهیر کې یو بحث پاروونکی شخصیت و چې په سرسختۍ او بریا سره یې له ۱۸۵۸ کال څخه د خپلې مړینې تر نېټې (۱۸۷۲ کال) پورې ولسمشري پر غاړه لرله. د سموونو/اصلاحاتو د جګړې په بهیر کې (۱۸۵۸- ۱۸۶۰) يې د ولسمشر په توګه د جګړې مهال د اړتیاوو پر بنسټ فوق العاده ځواکونه لرل. هغه د محافظه کارانو له ماتې سره ټاکنې په لار واچولې، خو د مکسیکو د کنګرې او ايالتونو د واک پر پرتله د ولسمشر د واک د پیاوړي کولو لپاره د لېبرال د ۱۸۵۷ کال په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو تر وړاندیز مخکې نه. هغه په ۱۸۶۱ کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو او د فرانسې د لاسوهنې په بهیر (۱۸۶۲- ۱۸۶۷) کې يې خپله دوره تمدید کړه. هغه په ۱۸۷۱ کال کې بیاځلي د ولسمشر په توګه وټاکل شو، خو د نورو لېبرالیانو له خوا له پاموړ ننګونو سره مخ و. د سموونو د جګړې په بهیر کې (۱۸۵۸-۱۸۶۰) او د فرانسې تر مداخلې وروسته هغه مهال چې ولسمشر په کورني تبعید کې و، د مکسیکویي لېبرالیانو ملاتړ یې ترلاسه کړ. خوارز لېبرالیزم له مکسیکي ناسیونالیزم سره غوټه کړ. هغه د امپراتور ماکسیمیلیان پر ځای چې فرانسویانو د مکسیکي محافظه کارانو د ملاتړ له لارې واک ته رسولی و، د مکسیکو ایالت د مشروع مشر په توګه خپل مشرتوب اعلام کړ. هغه په ۱۸۶۷ کال کې د فرانسویانو له ګوښه کېدو سره بشپړ واک تر لاسه کړ. د فرانسوي او مکسیکويي محافظه کارۍ له ماتې سره د خوارز ډېری لېبرالي همکاران د هغه په سیاسي سیالانو بدل شول چې د واک دوام یې له ننګونو سره مخ کړ. د خپلې ولسمشرۍ په ټوله دوره کې يې د بحث وړ ګامونه پورته کړل، چې له ډلې يې په ۱۸۵۹ کال کې له متحده ایالاتو سره تړون یادولی شو چې د ټوحيیونټېپک (Tehuantepec) تنګي له لارې يې هغوی ته د ترانزیت حق ورکړ. د تمدید فرمان په ۱۸۶۵ کال کې له فرانسویانو سره د جګړې په بهیر کې د هغه د واک دوره اوږده کړه، په ۱۸۶۷ کال کې د امپراتور ماکسیميلیان اعدام هغه ته اجازه ورکړه چې تبعید شي، هغه په ۱۸۷۱ کال کې د مکسیکو د کنګرې او ايالتونو د واک پر پرتله د ولسمشر د واک د پیاوړي کولو لپاره د لېبرال د ۱۸۵۷ کال په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو له وړاندیز سره بیاځلي ولسمشر شو. لېبرال جنرال او د هغه همکار اواکساکان پورفیریو دیاز په ۱۸۷۱ کال کې د هغه د بیاځلي نوماندۍ پر وړاندې نابریالی پاڅون وکړ. په ۱۸۷۲ کال کې یوازې د هغه مړینې د نوموړي واک ته د پای ټکی کېښود، خو د هغه د ميراث په اړه په چټکتیا سره افسانې جوړول پیل شول. [2][3][4]
تر مړینې وروسته يې خوارز په مکسیکو کې د مکسیکي ناسوسیالیزم او د بهیرنۍ لاس وهنې پر وړاندې د مقاومت د وتلي سمبول په توګه د بحث وړ و. د ډېری لېبرالیانو په څېر هغه متحده ایالاتو ته د مکسیکو د پراختیا د بېلګې په نظر کتل، په مقابل کې يې محافظه کارانو اروپا د پرمختګ بېلګه بلله. هغه له متحده ایالاتو سره د کاري اړيکې ارزښت درک کړ او د سموونو د جګړې په بهیر کې يې د خپل دولت رسمیتوب خوندي کړ، حال دا چې محافظه کاران د اروپايي قدروتونو له خوا په رسمیت پېژندل شوي وو. هغه پر کاتولیک کلیسا د مدني قدرت د غورهوالي په ګډون ځانګړو اوصولو لکه؛ قانون ته درناوی او د سیاسي شخصیت لرې کولو او پوځ ته پابند و. خوارز د ملي دولت د پياوړي کولو په لټه کې و او پر ایالتونو يې خپل مرکزي واک ټينګ کړ، چې ټول رادیکال/سخت دریځي لېبرالیان او ایالتي لېبرالیان له دې موضعې سره مخالف وو. د اروپا د یرغل په شړلو کې د خوارز بریا، د خوارز د تصدۍ د دورې لاتیني امریکایانو «د خپلواکۍ لپاره دویمه جګړه، د اروپايي ځواکونو لپاره دویمه ماته او د فتحې دویم بدلون» باله. [5][6][7][8][9]
د هغه تر مړینې وروسته د اواخاکا ښار د هغه په ویاړ له خپل رسمي نوم سره د «ډي خوارز» کلیمه زیاته کړه او بېلابېل ځایونو او مؤسسات هم د هغه په نوم ونومول شول. د هغه د زېږېدلو ورځ (د مارچ ۲۱) په ټوله مکسیکو کې د عام هېوادني جشن په توګه له ملي رخصتۍ سره نمانځل کېږي. هغه یوازینی مکسکويي وګړی دی چې له دغه ویاړ څخه برخمند دی.