بوکر ټي واشنګټن
From Wikipedia, the free encyclopedia
بوکر ټالیافیرو واشنګټن (د ۱۸۵۶ کال د اپریل ۵مه – د ۱۹۱۵ ز کال د نومبر ۱۴مه) یو امریکایی روزونکی، لیکوال، ویناوال او د متحدو ایالتونو د ګڼو ولسمشرانو سلاکار و. ښاغلی واشنګټن د ۱۸۹۰ او ۱۹۱۵ ز کلونو تر منځ د افریقاييالاصله امریکايي ټولنې مخور مشر او د اوسنیو تور پوستانو یو مخکښ عالم و. واشنګټن د امریکا د تور پوستو مشرانو له وروستي نسل نه و چې د غلامۍ په حالت کې وزېږېد او د پخوانیو غلامانو او د هغوی د بچیانو پر رسا غږ بدل شو. دوی په سويلي ایالتونو کې تر بیا رغونې وروسته د نولسمې پېړۍ په پای او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې له حقونو محروم او د «جېم کرو» د تبعیضي قوانینو په وضع کېدو سره تر ظلم لاندې وو.[2][3]
بوکر ټي واشنګټن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | د زړه ناروغي |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [1] |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
واشنګټن د افریقاييالاصله امریکایانو د کاروبارونو پلوی او د تور پوستانو د تجارت د ملي اتحادیې له بنسټګرانو نه و. کله چې په ۱۸۹۵ ز کال کې په سویل کې «لېنچ قانون» اوج ته ورسېد، واشنګټن یوه وینا وکړه چې د «اتلانتا د جوړجاړي» په نامه پېژندل کېده او په ملي کچه مشهوره وه. واشنګټن د دې پر ځای چې په سويل کې په مستقیم ډول د «جېم کرو» نژادي تبعیض او د تور پوستو رای ورکوونکو محرومیت وګواښوي، د زدهکړو او کار موندنې له لارې يې د تور پوستانو پرمختګ غوښت. [4]
په شمال کې د «ډو بویس» په مشرۍ تور پوستو فعالانو په لومړي سر کې د اتلانتا د جوړجاړي ملاتړ وکړ، خو وروسته بیا مخالف شول او پرېکړه یې وکړه چې سیاسي بدلون ته د کار لپاره د رنګین پوستانو د پرمختګ ملي ټولنه جوړه کړي. دوی په محدود بریالیتوب سره هڅه وکړه، د تور پوستانو د ټولنې مشرۍ ته د واشنګټن سیاسي کار له ګواښونو سره مخامخ کړي، خو هغه په شمال کې د سپین پوستو متحدانو تر منځ پراخې شبکې جوړې کړې. د واشنګټن تر مړینې څو لسیزې وروسته په ۱۹۵۰مو ز کلونو کې د مدني حقونو غورځنګ تر نورو فعاله او پرمختللې تګلاره پیل کړه، دا تګلاره په سويل کې د خلکو د نویو ادارو پر بنسټ ولاړه وه، دغه ادارې د نژادي برابرۍ کانګرېس، له تاوتریخوالي پرته د زدهکوونکو د همغږۍ کمېټه او د سويلي مسیحیانو د مشرۍ کنفراس و.[5]
د مدني حقونو په ټولنه کې د «بوکر» میراث د بحث وړ و. که څه هم ده به ویل چې اوږدمهالې ستره موخه یې د سوېل مېشتو افریقايي الاصله امریکايي وګړو حقونه ترلاسه کول دي، خو تر مړینې وروسته له دې امله ډېرې نیوکې پرې وشوې چې ګواکي له سپين پوستانو سره یې سازش کړی و. بل لیدلوری چې د شلمې پېړۍ په وروستیو کې رامنځته شو، وايي چې له ۲۰۱۰ ز کال وروسته ډېرو څېړنو «د واشنګنټن د لاسته راوړنو، میراث او مشرۍ ننګه او ستاینه کړې ده». [6][7]