بنجامين ډيزرايلي
From Wikipedia, the free encyclopedia
بنجامين ډيزايلي (Benjamin Disraeli, 1st Earl of Beaconsfield KG PC FRS) چې د ۱۸۰۴ز د ډسمبر له ۲۱ مې نه د ۱۸۸۱ز د اپریل تر ۱۹ مې يې ژوند وکړ، يو بریتانوي سياستوال او محافظه کار سياستپوه و چې دوه ځلې يې د انګليستان د لومړي وزير په توګه خدمت وکړ. نوموړي د معاصر محافظه کار ګوند په جوړولو کې د دې ګوند د کړنلارو په راپېژندلو او پراختيا کې مرکزي ونډه ولوبوله. د ډيزرايلي په اړه په نړيوالو چارو کې د هغه د اغېزناک غږ، د ليبرال ګوند د مشر ويليم ايوارت ګلېډسټون په ملتيا د هغه د سياسي مبارزو او د نوموړي د يوه ملت محافظه کار اصالت (one-nation conservatism) یا محافظه کار ديموکراسي (Tory democracy) له امله يادونه کېږي. هغه د بریتانوي سترواکۍ په لوړتيا او ځواک سره د محافظه کارانو ګوند خورا مشهور کړ. ډيزرايلي هغه يوازينی بریتانوي لومړی وزير دی، چې د يهودو زېږون (له يهودي مور او پلار نه زېږېدلی دی). نوموړی ان د لومړي وزير په توګه د دندې تر څنګ يو ناول ليکونکی او د افسانوي کارونو خپروونکی و.
بنجامين ډيزرايلي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | لندن [1] |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
ډيزرايلي په (Bloomsbury) کې چې وروسته د (Middlesex) [منځني جنس] يوه برخه شوه، زېږېدلی دی. د هغه پلار په خپله کنيسه کې له يوې شخړې وروسته يهوديت پرېښود. بنجامين په ۱۲ کلنۍ کې د انګليس کليسا غړی شو. له څو نابريالۍ هڅو نه وروسته په ۱۸۳۷ ز کې د عوامو مجلس ته لاره پيداکړه. په ۱۸۴۶ ز کې د وخت لومړي وزير (Sir Robert Peel) په خپل وړانديز باندې د (Corn Laws) د له منځه وړلو په موخه ګوند ووېشه، چې د لغوه کولو له مخې يې پر واردېدونکو غلو دانو باندې تعرفه بندول راونغاړل. ډيزرايلي د عوامو په مجلس کې له Peel سره نښته (مخالفت) وکړ. نوموړی د ګوند يو ستر شخص شو. کله چې د ګوند مشر (Lord Derby) په ۱۸۵۰ او ۱۸۶۰ ز لسيزو کې د درېيم ځل لپاره کابينه جوړه کړه، ډيزرايلي په کې د دولتي خزانې د مشر او د ولسي جرګې د مشر په توګه خدمت وکړ.
په ۱۸۶۸ ز کې د (Derby) له تقاعد نه وروسته بنجامين د همغه کال د عمومي ټاکنو له بايلنې نه لږه موده مخکې لومړی وزير شو. هغه د ۱۸۷۴ ز عمومي ټاکنو کې د ګوند د سترې بریا له رهبري کوولو نه مخکې، بېرته اپوزيسيون (مخالف ګوند) ته وروګرځېد. له ملکه ويکټوريا سره يې نږدې ملګرتيا وساتله، چې په ۱۸۷۶ز کې يې هغه د (Beaconsfield) د کنت رتبې ته پورته کړ. د ډيزرايلي دويمه دوره د (Eastern Question) له مخې اداره کېدله، چې دا د عثماني سترواکۍ ورو ويجاړېدنه او د نورو اروپايي ځواکونو، لکه روسيې هيله وه، چې په خپل لګښت کې تر لاسه شي. بنجامين په مصر کې د سويس کانال کمپنۍ کې د سترې ګټې د پېرلو په موخه د بریتانيې لپاره [اصول او قوانين] تنظيم کړل. په ۱۸۷۸ ز کې د عثماني سترواکۍ په خلاف د روسانو له برياليتوبونو سره مخامخ شو، چې د بریتانيې په ګټه او د روسيې (اوږد مهاله دښمن) په ناخوښۍ يا زيان يې په بالکان هېوادونو کې د سولې راوړلو په موخه د برلين په کانګرس (پارلمان) کې کار وکړ. پر روسانو باندې د دې ديپلوماتيکې (سياسي) بريا له امله ډيزرايلي د اروپا د مشر او لارښود سياستوال په توګه وپېژندل شو.
له دې نه وروسته نړيوالې پېښې، د محافظه کارانو په خلاف مخې ته ولاړې. په افغانستان او سويلي افريقا کې سختو جنګونو د نوموړي عامه ملاتړ کمزوری کړ. هغه د کمزورو حاصلاتو او ارزانه وارد شويو غلو دانو په ځواب کې د (Corn Law) [د جوارو قانون] د بيا تنظيمولو د نه منلو له امله بریتانوي بزګرانو ته په غوصه شو. له ګلېډسټون سره د خبرو کولو د يوې سترې مبارزې په تر سره کولو سره د هغه ليبرالانو د ۱۸۸۰ ز په عمومي ټاکنو کې د ډيزرايلي محافظه کارانو ته ماتې ورکړه. د هغه په وروستيو مياشتو کې ډيزرايلي د هغې په خلاف محافظه کار ګوند رهبري کړ. نوموړي په خپله ټوله مسلکي دوره کې ناولونه هم ليکلي وو، چې په ۱۸۲۶ ز کې پيلېږي او خپل بشپړ ناول (Endymion) يې په ۷۶ کلنۍ کې د نوموړي له مړينې نه لږ وړاندې خپور کړ.