برېښنایي مولد (جنراتور)
From Wikipedia, the free encyclopedia
د برېښنا په تولید کې، مولد یوه داسې آله ده چې، په یوه بهرني سرکټ کې د استفادې لپاره، محرکه انرژي (میخانیکي انرژي) برېښنایي انرژي ته بدلوي. د میخانیکي انرژي سرچینې، د بخار توربینونه، د ګاز توربینونه، د اوبو توربینونه، د دننۍ سوځېدنې انجنونه، بادي توربینونه او ان لاسي انډلونه دي. د فارادي ډېسک لومړنی الکترومقناطیسي مولد دی چې د بریتانوي ساینسپوه «مایکل فارادي» لهخوا په ۱۸۳۱ز کال کې اختراع شو. جنراتورونه کابو ټولو برېښنایي شبکو لپاره انرژي تولیدوي.[1]
په معکوسه توګه، برېښنایي موټور برېښنایي انرژي میخانیکي انرژي ته بدلوي او موټورونه او جنراتورونه ډېر ورتهوالي لري. په میخانیکي توګه، ډېري موټورونه د برېښنا د تولید لپاره کارولای شو؛ ډېري وخت دغه موټورونه د منلو وړ لاسي جنراتورونو دي.