بري ګولډ واټر
From Wikipedia, the free encyclopedia
بري موریس ګولډ واټر (زوکړه د ۱۹۰۹ کال د جنوري ۲یمه - مړینه د ۱۹۹۸ کال د مې میاشتې ۲۹مه) یو امریکایی سیاستوال او د متحده ایالاتو د هوایي ځواک افسر و، چې پنځه دورې (۱۹۵۳ – ۱۹۵۶، ۱۹۶۹ - ۱۹۸۷) له ارېزونا څخه د متحده ایالاتو سناتور او په ۱۹۶۴ کال کې د جمهوریت ګوند په استازولۍ ولسمشرۍ ته نوماند و. ګولډواټر هغه سیاستوال دی چې تر ډېره ورته په ۱۹۶۰ لسیزه کې د امریکا د محافظه کار سیاسي غورځنګ د رغونې لپاره د یو سپرغي په توګه امتیاز ورکول کېږي. د متحده ایالاتو د ۱۹۶۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو له لاسه ورکولو سره سره ډېری سیاسي شنونکي او تاریخ پوهان په دې باور دي چې هغه په متحده ایالاتو کې د محافظه کار غورځنګ بنسټ جوړ کړ، ځکه پر جمهوري غوښتونکي ګوند د خلکو د سازمان او د محافظه کارانو تسلط د امریکا په سیاست کې د اوږدمهال لپاره له ګوند سره د خلکو په وفادارۍ کې بنسټيز بدلون رامنځته کړ. چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې يې د ریګان له انقلاب سره مرسته وکړه. هغه همدارنګه د امریکا پر ازادي غوښتونکي غورځنګ د پام وړ اغېز درلود.[1][2]
بري ګولډ واټر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
طبی کیفیت | الزایمر |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
مقام | جنرال |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه ، د کوريا جګړه |
لاسليک | |
سمول |
ګولډواټر په فونېکس کې زېږدلی چې هغه مهال د ارېزونا د خاورې برخه و او هلته یې دخپل لوی کورني پلورنځي په مدیریت کې مرسته وکړه. دویمې نړیوالې جګړې ته د متحده ایالاتو تر دننه کېدو وروسته ګولډواټر د متحده ایالاتو په هوایي ځواک کې د زېرمو یو کمیسیون ترلاسه کړ. د پیلوټ په توګه وروزل شو او په یو نوي رامنځته شوي کنډک کې چې په ټوله نړۍ کې يې جنګي سیمو ته الوتکې او تجهیزات لېږدول د بېړۍ د قومندان په توګه وګومارل شو. ګولډواټر تر جګړې وروسته په ۱۹۴۹ کال کې د فونېکس ښار شورا ته وټاکل شو او په ۱۹۵۲ کال کې يې د ټاکنو له ګټلو سره د متحده ایالاتو سنامجلس/ مشرانو جرګې ته لار ومونده.
ګولډواټر په سنا کې د نیوډيل (د عمومي کاري پروژو یو پرګرام، ژباړن) میراث رد کړ او له محافظه کارائتلاف/ پیوستون سره یې د نیوډيل پیستون پر وړاندې مبارزه وکړه. ګولډواټر همدارنګه په سیاسي مسائلو کې له منځ لارې څخه تر لېبرال پورې د خپل ګوند د غړو په ننګولو کې د یو خپلسري سیاستوال په توګه پېژندل کېده. په فونېکس کې د NAACP (د رنګین پوستو د پرمختګ لپاره ملي ټولنه) غړی او د توپیریز چلند د له منځه وړلو فعال ملاتړ و. ګولډ واټر د ۱۹۵۷ او ۱۹۶۰ کلونو د مدني حقونو له قوانینو او د متحده ایالاتو د اساسي قانون له ۲۴م تعدیل څخه ملاتړ وکړ. خو هغه یوه پرېکړه چې هغه یې پر نژادي برابرۍ د خپل باور له امله خواشینی کړ په جبري توګه یې د ۱۹۶۴ کال د مدني حقوقو له قانون سره مخالفت وکړ او احساس یې وکړ چې دوه مادې يې په ځانګړي ډول دویمه او اوومه له اساسي قانون سره په ټکر او د فېدارل دولت احتمالي تېری دی. ګولډ واټر په ۱۹۶۴ کال کې یوه لویه ټاکنیزه حوزه جوړه کړه تر څو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو په مقدماتي سیالیو کې بریالی شي. ګولډواټر که څه هم د یو اپیسکوپالین (پورتیستان کلیسا ته منصوبه یوه مذهبي څانګه، ژباړن) په توګه رالوی شو د خپل پلار له طرفه لومړنی یهودی مذهبی نوماند و چې د یو امریکایي ګوند له خوا ولسمشری ته نوماند شو. په پای کې د ګولدواټر پلټ فارم/چارچوکاټ ونه شوی کولی د رایې ورکوونکو ملاتړ ترلاسه کړي او د ۱۹۶۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د فعلي دیموکرات لېډون. بي جانسون له خوا په لوی تاریخي توپیر له ماتې سره مخ شو. ګولډ واټر بېرته په ۱۹۶۹ کال کې سنا ته راوګرځېد او په خارجي سیاست او دفاعي چارو کې متخصص شو. ګولډ واټر د یو نامتو سیاستوال په توګه پر خپلو اوصولو د ویاړ او ژمنتیا له امله د خپلو همکارانو تر منځ درناوي درلود، په ۱۹۴۷ کال کې يې په بریالۍ توګه له ولسمشر ریچارډ نېکسون څخه د استعفا غوښتنه وکړه ځکه د واټرګېټ د رسوایۍ د پټولو شواهد ډېر شول او استیضاح نږدې وه.[3][4][5][6][7][8][9]
ګولډواټر په سنا کې په خپله وروستۍ بانفوذه دوره کې په ۱۹۸۰ کال کې له لږ اختلاف سره په ټاکنو کې بریالی شو. ګولډواټر په ۱۹۸۶ کال کې د ګولډ واټر نیکلز قانون پر تصویب څار درلود. چې په مسلم ډول د هغه له اړینو قانوني لاسته راوړنو څخه و چې ملکي ځواک یې په دفاع وزارت کې غښتلی کړ. په ورپسې کال له سنا څخه تقاعد شو او د کنګرې استازی جان مکېن یې ځای ناستی شو، هغه خپل سلف د داسې یو کس په توګه وستایه چې "د جمهوري غوښتونکو ګوند یې له یو ختیځ نخبه پال سازمان څخه د رونالډ ریګان د ټاکنو لپاره په یو مناسب بستر بدل کړ" ګولډواټر په ۱۹۸۰ کال کې کله چې "د ټاکنو لپاره وخت" ویناوالۍ وروسته بیرغ لېږدوونکی و په شدید ډول د رېګان له ټاکنیزو مبارزاتو څخه ملاتړ وکړ. ریګان د ګولډواټر د مخکني مدیریت ډېری اوصول په خپلو ټاکنیزو مبارزاتو کې منعکس کړل. د واشنګټن پوست ستون لیکونکی جورج وېل دې ټکي ته متوجه شو او ویې لیکل: "موږ … چې په ۱۹۶۴ کال کې هغه ته رایې ورکړې، باوري یو چې هغه بریالی شو یوازې د رایو شمېرلو ۱۶ کاله دوام وکړ."
د ټولنیزو او کلتوري مسائلو په اړه د ګولډواټر نظریې د هغه د کار د پای په نږدې کېدو سره په زیاتېدونکي ډول ازادي غوښتونکې شوې. له سنا څخه تر وتلو وروسته د ګولډ واټر نظریې د ازادې غوښتونکو نظریو په توګه تثبیت شوې. هغه په جمهوري غوښتونکي ګوند کې د پېټ رابرټسون او د هغه په څېر نورو کسانو پر پیسې جوړونکې پانګونې نیوکه وکړه … چې له هغه څخه یې د یو مذهبي سازمان د رامنځته کولو هڅه وکړه. د خپل ژمني کال په بهیر کې يې په پوځ کې په ښکاره ډول د خدمت کوونکو هم جنس پالانو، چاپېریال ساتنې، د هم جنس پالانو له حقونو، د ماشوم لرې کولو/سقط له حقوقو او د هم جنسه جوړو لپاره د زوی ولی نیولو له حقوقو څخه ملاتړ وکړ او د ماري جوانا/چرس طبي درمل یې قانوني اعلان کړل.[10][11][12][13][14][15][16][17][18][19][20][21][22][23][24][25][26][27][28]