اېنسیفېرا
From Wikipedia, the free encyclopedia
اېنسیفېرا یا توره وړونکی ملخان (علمي نوم: Ensifera)د سموزروالو خوځندکو څخه دي چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي. ټوله څېرمه طايفه په څو کورنيو ويشل کېږي. ددې ډول تر اوسه پورې ۸۱۰۰ ډوله ژوې پېژندل شوې دي. د بدن اوږدوالي یې ۱،۵ - ۵۰ میلیمتره دي او د وزرونو پلنوالي یې ۲۰۰ میلیمترو ته رسېدلای سي. نوموړي ژوې غوښه خوړونکي یا ټول څیز خوړونکي ژوې دي. نوموړي خوځندکې ۲۷۵ میلیونه کاله مخکې رامنځ ته شوي ول. په ۲۰۱۲ کال کې په چين کې د توره وړونکی ملخ یو فوسیل کشف او توصيف شو. نوموړي ملخ د Archaboilus musicus په نوم یادېږي او ۱۶۵ میلیونه کاله مخکې یې ژوند کړي وو. [1]
نور مالومات Ensifera اېنسیفېرا, مملکه ...
Ensifera اېنسیفېرا | |
---|---|
مملکه | ژوی |
شاخه | بند پښه لرونکې ژوې |
څېرمه شاخه | شپږ پښې لرونکی ژوي |
کلاس | خوځندکې |
څېرمه کلاس | وزر لرونکی خوځندکې |
طايفه | سيخ وزري خوځندکې |
څېرمه طايفه | اېنسیفېرا |
تړل