اېم. آر. جیمز
بریتانوی عالم او لیکوال / From Wikipedia, the free encyclopedia
مونتاګ روډز جیمز (په انګلیسي: Montague Rhodes James؛ زوکړ: د ۱۸۶۲ زکال د اګست لومړۍ – مړینه: د ۱۹۳۶ زکال د جون ۱۲ مه) انګلیسي لیکوال، د منځنیو پېړیو د اړوندو مواردو څېړونکی او سربېره پر دې د کمبرېج د کېنګ کالج (۱۹۰۵-۱۹۰۱۸) او ایټون کالج (۱۹۱۸-۱۹۳۶ زکال) ښوونکی و. نوموړی له ۱۹۱۳ زکال څخه تر ۱۹۱۵ زکال پورې د کمبرېج پوهنتون مرستیال و.
اېم. آر. جیمز | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | برېتانيا |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
د منځنیو پېړیو د څېړونکې او عالم په توګه د جیمز چارې تر اوسه پورې پام وړ دي، خو نوموړي د اروايي کیسو (ghost stories) د لیکنې له امله شهرت موندلی چې یو شمېر کسان یې دغه کیسې له غوره ژانرونو څخه بولي. جیمز د نوې پېړۍ لپاره له پخوانیو رسمي ګوتیک کلیشو څخه په مخ اړولو د معاصرو واقعي تنظیماتو څخه په ګټنې د ارواه ګانو کیسې توضیح کړې دي. له دې سره د هغه د کیسو اتلان او توطئې د لرغونو علایقو له انعکاس سره اړیکه لري. پر دې بنسټ نوموړی د «اروايي کیسو د لرغون پالونکي» مبتکر په توګه ګڼل کېږي. [1][2]