اېريل شارون
From Wikipedia, the free encyclopedia
اېريل شارون (په عبري ژبه: אֲרִיאֵל שָׁרוֹן؛ نړيوال فونوتيکې الفبا یې: [aʁiˈ(ʔ)el ʃaˈʁon]
اېريل شارون | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | رمت ګن |
تابعیت | اسرائيل (۱۴ مې ۱۹۴۸–)
د برېتانيا تر چارسمبالښت لاندې فلسطين (۱۹۲۸–۱۴ مې ۱۹۴۸) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | عبراني ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
مقام | تورن جنرال |
جګړه/جګړې | شپږ ورځنۍ جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
(اورېدل )؛ Ariʼēl Sharōn؛ همدارنګه د مصغر/خپل کوچني نوم له مخې د ارېک אָרִיק په نوم پېژندل کېده، د ۱۹۲۸ کال د فبرورۍ په ۲۶مه د اېرل شانیرمن په سیمه کې زېږېدلی او د ۲۰۱۴ کال د جنوري په ۱۱مه مړ شوی، یو اسرایلي جنرال او سیاستوال چې د ۲۰۰۱ کال له مارچ څخه يې د ۲۰۰۶ کال تر اپرېل مياشتې پورې د اسرائیلو د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. [1]
شارون په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیلو د پوځ له رامنځته کېدو سره د اسرائیلو د پوځ قومندان و. هغه له فلسطین سره د ۱۹۴۸ کال په جګړه کې د یو سرتېري او وروسته د یو افسر په توګه په مخکښ ډول ګډون وکړ، په الکساندروني پوځي غونډ کې ډلګۍ مشر/تورن شو او د بنون الف عملیاتو په ګډون يې په ډېری جګړو کې ګډون وکړ. هغه د ۱۰۱ کنډک په رامنځته کولو او د غليمانه عملیاتونو په تر سره کولو او همدارنګه د ۱۹۵۶ کال د سوئز کړکېچ، د ۱۹۶۷ کال ۶ ورځینۍ جګړې، ستومانوونکې جګړې او په ۱۹۷۳ کال کې د یوم-کېمپر په جګړه کې مخکښه څېره و. اسحاق رابین شارون د خپل تاريخ د جګړې د ډګر تر ټولو ستر قومندان یادوي. [2]
شارون له پوځ څخه تر تقاعد کېدو وروسته سیاست ته دننه شو، له لیکود ګوند سره یوځای شو او د ليکود تر مشرۍ لاندې دولتونو کي يې له ۱۹۷۷-۱۹۹۲ او له ۱۹۹۶-۱۹۹۹ کلونو پورې په یو شمېر وزارتي بستونو کې خدمت وکړ. د دفاع وزیر په توګه يې په ۱۹۸۲ کال د لبنان جګړه هدایت کړه. یوې رسمي څېړنې وښوده چې په صبرا او شتیلا کې د ټول وژنې مسؤلیت شخصاً د هغه پرغاړه و او په دې توګه له دفاع وزارت څخه ګوښه شو. په ټولوژنه کې د هغه رول د دې لامل شو چې د عربانو تر منځ د «بیروت په قصاب» مشهور شي. [3][4]
شارون له ۱۹۷۰ لسیزې تر ۱۹۹۰ لسیزې پورې په لویديځه غاړه او د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي مېشت ځایونو د جوړولو اتل شو. هغه په ۲۰۰۰م کال کې د ليکود ګوند مشر شو او د ۲۰۰۱ کال د لومړۍ وزیرتوب په ټاکنو کې د ايحاد بارک تر ماتې وروسته د اسرائیلو د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. له ۲۰۰۱ کال تر ۲۰۰۶ کال پورې د انتفاضه الاقصی په دوران کې د اسرائیلو وزیر و. شارون د لومړي وزیر په توګه په ۲۰۰۴-۲۰۰۵ کلونو کې له غزې تړاکې څخه د اسرائیلو د یو اړخيز بېلوالي همغږي وکړه. چې دا سیاست يې په لیکود کې له شدید مخالفت سره مخ شو او د ۲۰۰۵ کال په نوامبر کې يې لیکود پرېښود او د کاديما په نوم يې نوی ګوند جوړ کړ. هغه تمه لرله چې هغه به په راتلونکو ټاکنو کې بریالی شي او د لویديځې غاړې له ډېرې برخې څخه د اسرائیلو د پاکولو له پراخ پلان سره په یو لړ یو اړخيزو شاتګونو کې تشرېح شو. شارلون د ۲۰۰۶ کال د جنوري په ۶مه تر مغزي سکتې وروسته د خپلې مړينې تر مهال (د ۲۰۱۴م کال جنوري) پورې غیر فعال پاتې شو. [5][6][7][8][9][10]
شارون د منځني ختيځ په تاريخ کې ډېر زیات قطبي شخصیت پاتې شو. اسرایئلیان شارون ته د جګړې د ډګر د اتل او نامتو سیاستوال په توګه چې د هېواد د پولو په تعينولو کې يې د پاموړ رول لوبولی درناوی لري. فلسطینیان شارون د یو جنګي جنایتکار په توګه غندي چې د یو خپلواک هېواد د لرلو لپاره يې د هغوی هيلې وژلې دي. [11][12][13]