اډولف تیرس
From Wikipedia, the free encyclopedia
ماري ژوزف لوئی اډولف تیرس (۱۵ اپرېل ۱۷۹۷ – ۳ سپټمبر ۱۸۷۷ زکال) فرانسوي چارواکی او تاریخ لیکونکی و. نوموړی د فرانسې دویم منتخب ولسمشر او د فرانسې د درېیم جمهوریت لومړنی ولسمشر و.
اډولف تیرس | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | |||||||
پيدايښت | |||||||
مړینه | |||||||
تابعیت | د فرانسې درېیم جمهوریت | ||||||
واک | |||||||
د فرانسې ولسمشر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۳۱ اگسټ ۱۸۷۱ – ۲۴ مې ۱۸۷۳ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه | ||||||
کاروونکي ژبه(ي) | |||||||
لاسليک | |||||||
سمول |
تیر د ۱۸۳۰ زکال د جولای د انقلاب، چې پاچا لسم چارلز یې د آزادي غوښتونکي پاچا لوئي فیلیپ په ګټه راوپرځاوه او همدارنګه د ۱۸۴۸ زکال د فرانسې د انقلاب یو له کلیدي شخصیتونو څخه و چې د اورلئان لړۍ سلطنت ته یې پای ټکی کېښود او د فرانسې دویم جمهوریت یې تاسیس کړ. نوموړي له ۱۸۳۶ زکال څخه تر ۱۸۴۰ زکال پورې د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ؛ هغه د بریا څلی جوړ کړ او لار یې برابره کړه څو د ناپلیون پاتې شوني له سنت هلنا څخه فرانسې ته راوګرځي. هغه په پیل کې د لوئي ناپلیون بوناپارټ (له ۱۸۴۸ زکال څخه یې تر ۱۸۵۲ زکال پورې د دویم جمهوریت د ولسمشر او له ۱۸۵۲ زکال وروسته تر ۱۸۷۱ کال پورې یې د سترواک دریم ناپلیون په توګه واک وچلاوه) ملاتړی او وروسته یې کلک مخالف شو. هغه مهال چې دریم ناپلیون واک ته ورسېد؛ تیر ونیول شو او د لنډ مهال لپاره له فرانسې تبعید شو. هغه بېرته فرانسې ته راوګرځېد او د دولت مخالف شو.
د فرانسې او پروس په جګړه کې د فرانسې له ماتې وروسته؛ تیر چې له دغې جګړې سره مخالف و د فرانسې د نوي دولت د اجرایوي مشر په توګه وټاکل شو او د جګړې د پای اړوند د مذاکرې میز ته کښېناست. هغه مهال چې د پاریس کمون د ۱۸۷۱ زکال په مارچ میاشت کې واک ته ورسېد، تیر پوځ ته امر ورکړ هغوی وځپي. نوموړی د ۱۸۷۱ زکال په اګست میاشت کې د ۷۴ کلونو په عمر د فرانسې د ملي شورا له خوا د فرانسې د ولسمشر په توګه اعلان شو. د ولسمشر په توګه د هغه اصلي لاسته راوړنه دا وه چې جرمني ځواکونو د فرانسې اشغالي سیمې د وتو له ټاکل شوې نیټې دوه کاله وړاندې خوشې کړې. د فرانسې په ملي شورا کې د سلطنت غوښتونکو او د کیڼ اړخو جمهوري غوښتونکو د مخالفت له امله نوموړي د ۱۸۷۳ زکال د مۍ په ۲۴ مه استعفا ورکړه او پاتریس دو مک ماهون د هغه ځای ناستی شو. هغه مهال چې نوموړی په ۱۸۷۷ زکال کې ومړ، د جنازې مراسم یې په مهمه سیاسي پېښه واوښتل؛ د جنازې له مراسمو څخه یې ویکتور هوګو او لئون ګامبتا چې وړاندې د سلطنت غوښتونکو محافظه کارانو پر ضد د هغه ملاتړي او همدارنګه د جمهوري غوښتونکي خوځښت مشران و لاریون پیل کړ.
نوموړی همدارنګه یو مشهور تاریخ لیکونکی و. هغه د فرانسې د لومړي انقلاب اړوند په لویه کچه تاریخ په ۱۰ ټوکه کې ولیکه چې د ۱۸۲۳ – ۱۸۲۷ زکال پر مهال خپور شو. تاریخ لیکونکی رابرټ تومبز څرګندوي چې دا «د بوربن د بیارغونې پر مهال زړور سیاسي ګام ... او همدارنګه د الترا سلطنت پالو د انقلاب ضد ګامونو پر وړاندې د آزادي غوښتونکو د فکري ودې لامل» و. هغه همدارنګه د ناپلیون بوناپارټ د کنسولي حکومت او سترواکۍ په اړه شل ټوکیز تاریخ ولیکه (Histoire du Consulat et de l'Empire) او په ۱۸۳۴ زکال کې یې د فرانسې د علومو اکاډمي غړیتوب ترلاسه کړ. [1]