اچ. پي لفکرفت
From Wikipedia, the free encyclopedia
هاوارډ فیلیپس لفکرفت (د ۱۸۹۰ کال د اګست له ۲۰ – د ۱۹۳۷ کال د مارچ تر ۱۵) د مرموزو، علمي، خیالي او ډاروونکو تخیلاتو یو امریکایی لیکوال و. هغه د کتولو مایتوس (خارق العاده کتولو کیسې) په را منځ ته کولو کې شهرت لري.
اچ. پي لفکرفت | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
مؤثر | ادګار آلن پو |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
لفکرفت چې د روډ ټاپو په پروایډنس، کې یې نړۍ ته سترکې پرانیستې، د خپل ژوند ډېره برخه په نیوانګلنډ کې تېره کړه. په ۱۸۹۳ کال کې د رواني ناروغی له امله د خپل پلار له بستر کېدو وروسته، نوموړي په بډایه بڼه تر هغه ژوند وکړ چې د نیکه له مړینې وروسته یې د کورنۍ شتمني تیت او مصرف شوه. لفکرفت بیا د خپلې مور سره په لږو مالي امکاناتو ژوند تېراوه، تر هغه چې نوموړې هم په ۱۹۱۹ کال د رواني ناروغۍ له امله بستر شوه. هغه د متحده آماتو مطبوعاتي ټولنې لپاره مقالې لیکل پیل کړل او په ۱۹۱۳ کال کې یې د پولپ مجلې (د عامه وګړو لپاره ناولونه) ته یو نیوکه کوونکی لیک ولیک چې په پایله کې په عام فهمه تخیلي لیکنو کې د نوموړي د ښکېلتیا لامل شو. هغه د تخیلي افکارو په ټولنه کې فعال شو او څو عام فهمه کېسې یې خپرې شوې. لفکرفت نیویارک ښار ته لاړ او په ۱۹۲۴ کال کې یې له سونیا ګرین سره واده وکړ او وروسته د لفکرفت د حلقې په نوم لیکوالانو د یوې پراخې ډلې مرکزي غړی شو. دوی نوموړی د مرموزو کیسو مجلې ته معرفي کړ، چې دا د هغه ترټولو مشهور خپرونکی شو. په نیویارک کې د لفکرفت ژوند د نوموړي په رواني حالت او مالي شرایطو اغېزه وکړه. په ۱۹۲۶ کال کې نوموړی پروایډنس ته راستون شو او ځینې خپل خورا مشهور اثار، لکه د کتلو غږ (The Call of Cthulhu)، د جنون په غرونو کې، د انسموت په سر سیوری، او بې وخته سیوری، یې تالیف کړل. نوموړی ۱۱ کاله تر هغه د لیکوال په توګه فعال پاتې شو، چې په ۴۶ کلنۍ کې د کولمو سرطان له امله مړ شو.
د لفکرفت ادبي لیکنو ټولګه د دنیا پالنې (کاسمیزم) په لیدلورې را څرخېده، چې په ورته وخت کې د نوموړي شخصي فلسفه او د هغه د تخیل او افسانو اصلي موضوع وه. کاسمیزم وایي چې انسانیت د دنیا یوه بې ارزښته برخه ده او په هر وخت کې له مینځه وړل کېدای شي. هغه په خپلو کیسو کې د خیال او ساینسي تخیل عناصر شامل کړل او د انسان محورۍ کمزورتیا یې وړاندې کړه. دا د پوهې په اړه د نا مطمئن لیدلوري سره تړلی و. د هغه آثار په پراخه کچه د نیو انګلنډ په تخیلي بڼه کې کې ترتیب شوي. تمدني زوال هم د نوموړي په کارونو کې ستره ونډه لوبولې، ځکه چې هغه باور درلود چې لوېدیځ د نوموړي په ژوند په اوږدو کې د زوال په حال کې و. د لفکرفت لومړني سیاسي لیدلوری محافظه کار او دودیز و. د دې ترڅنګ، هغه په خپل پوخ عمر کې یو لړ نژاد پاله لیدلوري درلودل. له ستر ناورین ورسته، لفکرفت سوسیالیست شو، نور په دې باور نه و چې یوه محض اشرافیت به نور د نړۍ شرایط غوروه او عادلانه کړي.
د خپل پاخه عمر په اوږدو، لفکرفت هېڅکله ونتوانېد چې د لیکوالي او اډیتور له لارې د عاید څخه د ځان ملاتړ کړي. په حقیقت کې هغه د خپل ژوند په اوږدو کې مشهور نه و او له خپلې مړینې دمخه یوازې د عامفهمه ناولونو مجلو کې یې لکنې خپرېدې. د لفکرفت د کار علمي احیا په ۱۹۷۰ کلونو کې پیل شوه، او اوس د ۲۰ پېړۍ د خارق العاده ډارووونکو افسانو له نامتو لیکوالانو څخه شمېرل کېږي. زیات مستقیمې نخسې او فکري ځاسناستو نوموړی تعقیب کړ. د لفکرفت له نسخو یا اصلي آثارو څخه الهام اخیستونکي کارونه د کتولو مایتوس (Cthulhu Mythos) بنسټ جوړوي، چې د لفکرفت ځانګړتیاوې، طبعیت او اند کاروي.