اولیور کروموېل
From Wikipedia, the free encyclopedia
اولیور کروموېل (زوکړه: د ۱۵۹۹ زکال د اپرېل ۲۵ مه – مړینه: د ۱۶۵۸ زکال د سپټمبر ۳ مه) د کمبریج شایر یو له ځمکه لرونکو اشرافو څخه و چې د انګلستان په تاریخ کې یو له مخکښو دولتي چارواکو څخه ګڼل کېږي. نوموړی له ۱۶۳۹ زکال څخه تر ۱۶۵۱ زکال پورې د دریو پاچاهیو په جګړو کې د پارلماني پوځ له مخکښو قوماندانانو څخه و چې بیا یې د یو سیاستوال په توګه شهرت وموند. کروموېل د ۱۶۴۹ زکال په جنوري میاشت کې د لومړي چارلز د اعدام کولو یو له اصلي مدافعینو څخه و چې له امله یې د انګلستان د ټول ګټو هېوادونو دولت یا د انګلستان جمهوریت رامنځته شو؛ نوموړي د ۱۶۵۳ زکال له ډسمبر میاشتې څخه د ۱۶۵۸ زکال تر سپټمبر میاشتې پورې د نایب لارډ په توګه واکمني وکړه. نوموړي د بي بي سي له خوا د ۲۰۰۲ زکال په نظر پوښتنه کې د مخکښو ۱۰۰ لرغونو بریتانویانو په ډله کې ۱۰م ځایګی خپل کړ، خو د سیاسي واک ترلاسه کولو په موخه له پوځ څخه ګټنې او همدارنګه په ۱۶۴۹ زکال کې د ایرلنډ د نیولو پر مهال د هغه ظالمانه چارو نوموړی په بریتانیا او ایرلنډ کې په یوه بحث پارونکې څېره اړولی. [1]
اولیور کروموېل | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | ملاريا |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | کرهڼه |
پوځي خدمت | |
مقام | ډګروال |
جګړه/جګړې | د انګليس کورنۍ جګړه |
لاسليک | |
سمول |
په داسې حال کې چې کروموېل په ۱۶۲۸ زکال کې د هانټینګډون څخه د پارلمان غړی وټاکل شو، د هغه د ژوندانه لومړي څلوېښت کلونه تر ډېره پورې معلوم نه دي او یو مهال یې هم نیوانګلنډ ته د کډوالۍ هوډ درلود. نوموړی په ۱۶۳۰ زکال په خپلواک مذهبي کس واوښت او له دې وروسته پر دې باوري و چې بریاوې یې د خدای په مرسته دي. په داسې حال کې چې هغه په ټولیزه توګه د هغه مهال مختلفو پروتستانت ډلو ته د آسانتیاو له برابرولو ملاتړ کاوه، خو وروسته یې له یو شمېر ډلو سره چې هغه بدعت کوونکې بللې لکه له کواکرانو او پنځمو سلطنت غوښتونکو سره مخالفت وکړ. په ۱۶۴۰ زکال کې کروموېل د کمبرېج د استازي په توګه د انګلستان لنډ مهالي او اوږد مهالي پارلمانونو ته لار ومونده چې د ۱۶۴۲ زکال په اګست میاشت کې د انګلستان د لومړنۍ کورنۍ جګړې په پیل کېدو سره له پارلماني پوځ سره یوځای شو. هغه په ډېرې چټکتیا سره خپلې پوځي وړتیاوې څرګندې کړې او په ۱۶۴۵ زکال کې د توماس فیرفکس تر مشرۍ لاندې د نوې نښې لرونکي سواره پوځ قوماندان وټاکل شو چې د انګلستان د لومړۍ او دویمې کورنۍ جګړې پر مهال یې د سلطنت غوښتونکو په ماتولو کې کلیدي رول ولوباوه. [2]
د لومړي چارلز له مړینې او د هغه د زوی له تبعید وروسته له ۱۶۴۹ زکال څخه ۱۶۵۱ زکال پورې په ایرلنډ کې او همدارنګه د سکاټلنډیانو پر وړاندې د هغه بریاوې لامل وګرځېدې څو نوموړی د ټول ګټي دولت په نوي رژیم کې خپل ځایګی تثبیت کړي. د ۱۶۵۳ زکال په ډسمبر میاشت کې هغه د مشترک المنافع هېوادونو نایب لارډ شو، هغه ځایګی چې د ۱۶۵۸ زکال په سپټمبر میاشت کې یې د خپلې مړینې تر مهاله وساته. هغه مهال چې زوی یې ریچارډ د نوموړي ځای ناستی شو، د هغه د کمزورتیا له امله په واک کې تشه راغله. دغه چاره د ستورات لړۍ د بېرته په پښو ولاړېدو لامل وګرځېده چې په ۱۶۶۰ زکال کې اوج ته ورسېدل؛ هغه مهال چې دویم چارلز بېرته واک ته ورسېد د کروموېل مړۍ یې د ویسټ منېسټر له مقبرې راویوست او په ټایبورن کې یې نندارې ته کېښود. د هغه سر یې د لندن د برج په تیغو کې رابند کړ او ۳۰ کاله هلته پاتې شو؛ تر هغه چې د کمبرېج په سیدني ساکس کالج کې بېرته دفن شو.
کروموېل د وینسټون چرچېل له خوا د یو پوځي دیکتاتور او د جان مېلټون، توماس کارلایل او ساموئل راوسون ګاردینر له خوا د آزادۍ د اتل په توګه توصیف شوی، په داسې حال کې چې د نوموړي د تاریخي شهرت اړوند بحثونه لا دوام لري. د لومړي ځل لپاره په ۱۸۵۶ زکال کې د ویسټ مینسټر ماڼۍ بهر د هغه د مجسمې جوړېدو وړاندیز وشو خو دغه مجسمه تر ۱۸۹۵ زکال پورې جوړه نه شوه؛ د دغې مجسمې د جوړولو ډیری لګښت د وخت لومړي وزیر لارډ روزبري په خصوصي بڼه ورکړ. په ۲۰۰۴ زکال کې د پارلمان د غړو یوې ډلې د هغه د مجسمې د بېرته له منځه وړو وړاندیز وکړ خو پاتې راغلل.[3][4]