انزايم
From Wikipedia, the free encyclopedia
اينزايم هغه پروټين دي، کوم چې د بيالوژيکي کټلايسټ په توګه کار کوي (بايو کتلايسټ).کټلایسټ کیمياوي غبرګون ته چټکتيا ورکوي. هغه ماليکولونه چې شونې ده اينزام پرې عمل وکړي «سبسټريټس» بلل کېږي، اينزايم همدا سبسټريټس په بېلا بېلو مالیکونو بدلوي او دې ته يې تولیدات (محصولات) ويل کېږي. په حجرو کې نږدې ټولې ميتابوليکې پروسې د اینزام کټلايسس ته اړتيا لري، تر څو د ژوند د (دوام) لپاره په پوره اندازه چټکتيا سره منځ ته راشي. د انفرادي اقداماتو د چټکتيا لپاره ميتابوليکې لارې تر اينزامونو پورې تړلي دي. د اینزایمونو مطالعې ته «اينزايمولوژي» وايي او د «سيوډو اينزايم» څانګه (اينزامونو ته د ورته تحليل او تجزيې برخه) دا مني، چې د بشپړتيا پر مهال، ځينې اينزايمونو د بيالوژيکي کټلايسس د تر سره کولو وړتيا له لاسه ورکړې ده، کوم چې ډېر ځله د دوی د «امينو اسيډ» په ترتيب او غیر معمولي « pseudocatalytic» (شبه کټلايسس) ځانګړتياوو کې لیدل کېږي.[1][2][3]
اينزايمونه له پنځه زره نه د زيات ډوله بيوشيميايي غبرګونونو د چټکولو لپاره پېژندل کېږي. نور بايوکټلايسټس «کټلايټيک RNA» ماليکولونه دي چې «رايپوزايم» بلل کېږي. د اينزايم ځانګړتيا د دی له بې ساري درې اړخيز جوړښت نه اخیستل شوې ده.[4]
د نورو ټولو کټلايز کوونکو په څېر (چټکونکو په څېر)، اينزايم هم د خپل فعاليت د توان په کمولو سره غبرګون زياتوي. ځينې اينزايمونه د خپلو «سبسټريټ» په بدلون سره کولای شي په ميلیونونه ځله چټک توليد سره مخ په وړاندې لاړ شي. يوه ښه بېلګه يې « orotidine 5'-phosphate decarboxylase» ده، کومه چې د يوه داسې غبرګون اجازه ورکوي، چې په بل ډول يې په ملي سيکنډونو کې د رامنځ ته کېدو لپاره ميليونونه کلونه اوړي. د کيميا په علم کې، اينزايم د هر ډول کټلايسټ په څېر دي او په کيمياوي غبرګون کې نه مصرفيږي (نه ضايع کېږي اونه استهلاکيږي) او نه کولای شي، د کوم غبرګون برابرښت ته بدلون ورکړي. له ډېرو نورو کټلايسټونو نه اينزام توپير لري، ځکه چې اينزايم ډېر ځانګړی دی. شونې ده چې د اينزام فعاليت د نورو ماليکولنو په مټ اغېرمن شي: مخنيونکي هغه ماليکولونه دي، کوم چې د اينزام فعاليت کموي او فعالونکي هغه ماليکونه دي، کوم چې د اينزام فعاليت زياتوي. ډېری درمليز درمل او زهر د اينزام مخه نيسي. د يو اينزام فعاليت د دې د زياتې تودوخې او pH نه د باندې په څرګند ډول کمېږي او ډېر اينزامونه (د تل لپاره) چې کله د زياتې تودوخې سره مخامخ کېږي، خپل جوړښت او د چټکولو ځانګړتياوې له لاسه ورکوي، (pH د هايډروجن د ځواک مخفف دی).[5][6]
ځينې اينزايمونه د سوداګرۍ لپاره کارول کېږی، د بېلګې په ډول: د انټي بايوټيکس په جوړولو کې. ځينې کورني مصنوعات د کيمياوي غبرګون د چټکولو لپاره له اينزايمونو نه کار اخلي: د مینځلو په بيالوژيکي پوډرو کې شته اينزايمونه په لباس باندې پروټين، نشاسته يا د غوړو داغ ماتوی (له منځه وړي)، د غوښې په نرمونکو کې شته اينزامون،ه پروټينونه په کوچنيو ماليکولنو بدلوي او په دې ډول د غوښې ژوول اسانه کېږي.