اناتومى
From Wikipedia, the free encyclopedia
اناتومي (په یوناني کې anatomē، 'تشرېح') د بیولوژي د علم یوه څانګه ده چې په کې د ژوندیو موجوداتو جوړښت او غړي مطالعه کېږي. اناتومي د طبیعي علومو برخه ده چې د ژوندیو موجوداتو له سازماني جوړښت سره اړیکه لري. دا یو پخوانی علم دی چې له تاریخ څخه مخکې مهال کې پیل شوی. اناتومي په طبیعي ډول له مخ پر ودې بیولوژي (developmental biology)، جنین پیژندنې (embryology)، پرتله ییزې اناتومي (comparative anatomy)، تکاملي بیولوژي (evolutionary biology) او پیلوژني (phylogeny) سره تړاو لري، ځکه دا هغه بهیرونه دي چې اناتومي یې په فوري ډول یا اوږد مهال کې رامنځته کوي. اناتومي او فزیولوژي چې په ترتیب سره د ژوندیو موجوداتو د غړو جوړښت او د هغو فعالیت مطالعه کوي، یو بل ته اړونده طبیعي رشته رامنځته کوي، چې ډېری وخت یوځای مطالعه کېږي. انساني اناتومي په طبابت کې یو له ضروري بنسټیزو علومو څخه دی.[1][2][3][4]
د اناتومي څانګه په دوه برخو ماکروسکوپیک (macroscopic) او مایکروسکوپیک (microscopic) ویشل کېږي. په ماکروسکوپیک اناتومي یا لویه اناتومي کې (gross anatomy) د حیوان د وجود په سترګو لیدونکې برخې څېړل کېږي. همدارنګه په لویه اناتومي کې سطحي اناتومي (superficial anatomy) هم شاملېږي. په مایکروسکوپیک اناتومي کې بیا د انساجو د بېلابېلو جوړښتونو په مطالعه کې چې ورته هیستولوژي هم ویل کېږي او د حجراتو په مطالعه کې له نوري وسایلو ګټنه شاملېږي.
د اناتومي تاریخچه د انسان د وجود د غړو او جوړښت د چارو په اړه په تدریجي ډول له پوهېدو سره تړاو لري. میتودونو یې هم پام وړ وده لرلې، د حیواناتو د پاتې شونو او اجسادو له مطالعې رانیولې د ۲۰ مې پېړۍ د طبي انځور اخیستنې تر تاکتیکونو چې اکسرې، التراسوند او ام آر آی (magnetic resonance imaging) په کې شاملېږي.