امیلیانو زاپاتا
From Wikipedia, the free encyclopedia
امیلیانو زاپاتا سالازار (۸ اګست ۱۸۷۹ – ۱۰ اپرېل ۱۹۱۹ زکال) مکسیکويي انقلابي و. هغه د ۱۹۱۰ زکال څخه تر ۱۹۲۰ زکال پورې د مکسیکو د انقلاب یو له مخکښو څېرو، د مکسیکو د مورلوس ایالت د خلکو د انقلاب اصلي رهبر او د زاپاتیسمو په نامه کرنیز خوځښت الهام بخښونکی و.
امیلیانو زاپاتا | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | مرمۍ زخم |
تابعیت | مکسيکو |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
برخه | سپاره عسکر / سمبال پوځ |
مقام | جنرال |
جګړه/جګړې | د مکسیکو انقلاب |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې[1] | |
سمول |
زاپاتا د مورلوس ایالت په Anenecuilco کلیوالي سیمه کې داسې مهال وزېږېد چې د بزګرانو ټولنې د هغو ځمکو لرونکو د کوچنیو طبقو د پر مخ په زیاتېدوني ډول فشار سره مخ وې چې د دیکتاتور پورفیریو دیاز (له ۱۸۷۷- ۱۸۸۰ او له ۱۸۸۴- ۱۹۱۱ زکال پورې ولسمشر و) په ملاتړ یې ځمکه او د اوبو سرچینې د نیشکر (ګنیو) د تولید په موخه په انحصار کې لرلې. په پیل کې زاپاتا د دیاز او هسندادو ځمکې لرونکو پر وړاندې سیاسي خوځښتونو کې ونډه واخیسته، خو هغه مهال چې د ۱۹۱۰ زکال انقلاب پیل شو، په مورلوس کې د بزګرانو په مرکزي رهبر واوښت. هغه د یو شمېر نورو بزګرو رهبرانو په همکارۍ د سوېل آزادي غوښتونکی پوځ رامنځته او ډېر ژر د هغو رهبر شو. د زاپاتا ځواکونو په کواتلا جګړه کې (مۍ ۱۹۱۱ زکال) فدرال ځواکونو ته په ماتې ورکولو سره د دیاز د واکمنۍ په سقوط کې ونډه لرله، خو هغه مهال چې د انقلاب رهبر فرانسیسکو مادرو ولسمشر شو، د زاپاتایانو رول یې رد کړ او هغوی یې د یوه ساده لارنیونکو په توګه وغندل.
د ۱۹۱۱ زکال په نومبر میاشت کې زاپاتا ایالا پلان وړاندې کړ، چې د ځمکې په برخه کې د جدي اصلاحاتو او بزګرانو ته یې بیاځلي د هغو د ویش غوښتنه کوله. مادرو په مورلوس کې د زاپاتایانو د ځپلو او له منځه وړو په موخه فدرال ځواکونه ولېږل.مادرو د سوزېدلې ځمکې له سیاست کار واخیست، کلي یې وسوزول او د هغوی اوسېدونکي یې په زور ترې وویستل، ډېری نارینه یې پوځ ته ترې راوستل او ډېری نور یې د مکسیکو په سویل کې د اجباري کار کمپونو ته ولېږل. دغو چارو د بزګرانو ترمنځ د زاپاتا ځایګی لا پیاوړی کړ او زاپاتا وتوانېد د ویکټوریانو هئورتا په مشرۍ د مادرو ځواکونه له مورلوس وباسي. د ۱۹۱۳ زکال په فبروري میاشت کې د مادرو پر خلاف کودتاه کې هئورتا د مکسیکو واک په لاس کې واخیست، خو په شمالي مکسیکو کې د ونوستاینو کارانزا، الورا اوبرګون او فرانسیسکو «پانچو» ویلا په مشری محافظه کارو ځواکونو د زاپاتا د ځواکونو په ملاتړ هغه د ۱۹۱۴ زکال په جولای میاشت کې له واکه لرې کړ. زاپاتا هغه اداره چې کارانزا یې د انقلابي خوځښت رهبر معرفي کاوه په رسمیت وه نه پېژنده او په خپل ایالا پلان کلک ودرېد.
په هئورتا باندې د انقلابیونو له بریا وروسته دوی هڅه وکړه په اګواسکالینتس کنوانسیون کې (د ۱۹۱۴ زکال له اکتوبر څخه تر نومبر پورې) د بریالیو ځواکونو اړیکې جوړې کړي. زاپاتا او ویلا له کارنزا سره خلاف شول او مکسیکو د بریالیو کسانو ترمنځ د کورنۍ جګړې په ډګر واوښته. زاپاتا چې له ویلا سره له اتحاد څخه ناهیلی شوی و، خپله انرژي یې په مورلوس کې (چې تر واکمنۍ لاندې یې و) د ټولنې په بیارغونې ولګوله او د ایالا پلان له مخې یې ځمکني اصلاحات رامنځته کړل. هغه مهال چې کارنزا خپل ځواک ثابت کړ او په ۱۹۱۵ زکال کې یې ویلا ته ماته ورکړه، زاپاتا د کارنچیستایانو (د کارنزا ملاتړي وو) پر وړاندې چریکي جګړه پیل کړه؛ هغوی هم په غبرګون کې په مورلوس برید وکړ او یوځل بیا یې د زاپیستا یاغیانو د شړلو په موخه د سوزیدلې ځمکې له سیاست کار واخیست. زاپاتا یوځل بیا مورلوس په ۱۹۱۷ زکال کې ونیو او د کارنزا د ځواکونو پر وړاندې یې ګڼ شمېر ایالتونه له ځان سره تر هغه مهاله وساتل کله چې د ۱۹۱۹ زکال په اپرېل میاشت کې په یو کمین کې ووژل شو.
په ۱۹۱۷ زکال کې د مکسیکو د اساسي قانون ۲۷ مه ماده د زاپاتا کرنیزو غوښتونو ته د ځواب ویلو په موخه تدوین شوه.[2]
د هغه له مړینې وروسته زاپتیستا جنرالان د کارنزا پر وړاندې له اوبریګون سره یوځای شول او په ۱۹۲۰ زکال کې یې له واک څخه د هغه په راپرځولو کې مرسته وکړه. د کارنزا له سقوط وروسته په ۱۹۲۰ زکال کې زاپتیستان وتوانېدل د مورلوس په حکومت کې پیاوړې څوکۍ ترلاسه کړي. دوی ډېری هغه ځمکني اصلاحات چې زاپاتا په پام کې لرل په مورلوس کې اجرا کړل.
زاپاتا د یوې بېلګې په توګه په مکسیکو کې پاتې شوی چې هم د ملت پالنې د سمبول او هم د نوي زاپتیستا خوځښت د سمبول په توګه یادول کېږي.