الیزابېت کډي سټانټون
From Wikipedia, the free encyclopedia
الیزابېت کډي سټانټون (د ۱۸۱۵ ز کال د نومبر ۱۲مه – د ۱۹۰۲ ز کال د اکتوبر ۲۶مه) یوه امریکایۍ لیکواله او فعاله وه چې د ۱۹مې پېړۍ له منځنیو کلونو نه یې د دغې پېړۍ تر وروستیو پورې د متحدو ایالتونو د ښځو د حقونو غورځنګ رهبري کړ. اغلې سټانټون په ۱۸۴۸ ز کال کې د سنکا فالز کنوانسیون تر شا اصلي ځواک و، دا لومړنی کنوانسیون و چې یوازنی هدف یې د ښځو د حقونو په اړه بحث و او سټانټون یې د احساساتو د اعلامیې اصلي لیکواله وه. د ښځو د رایې د حق لپاره د سټانټون غوښتنې په دغه کنوانسیون کې جنجال راپورته کړ، خو ډېر ژر د ښځو د غورځنګ پر یوه مهم اصل بدل شو. اغلې سټانټون په نورو ټولنیزو اصلاحغوښتونکو فعالیتونو، په ځانګړي ډول په غلامۍ ضد مبارزه کې هم فعاله وه.
الیزابېت کډي سټانټون | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | نيويارک |
د مړینې لامل | زړه نابری |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | د غلامۍ پای ، فیمینزم |
تحریک | ماورائيت (د ماوراء الطبيعت فلسفه/د لوړوالي اند) ، فیمینزم ، د غلامۍ پای |
لاسليک | |
سمول |
په ۱۸۵۱ ز کال کې یې له «سوزن انتوني» سره وکتل او د څو لسیزو یو داسې شراکت یې وکړ، چې د ښځو د حقونو غورځنګ د پراختیا لپاره ډېر مهم و. د امریکا د کورنۍ جګړې په جریان کې یې د غلامۍ د له منځه وړلو لپاره د کمپاین په موخه د ښځو ملي اتحادیه جوړه کړه او تر هغه مهاله یې د متحدو ایالتونو په تاریخ کې په تر ټولو لویه کچه رهبري کړه. په ۱۸۶۸ ز کال کې یې د «انقلاب» (The Revolution) په نامه خپرنۍ جوړه کړه، تر څو د ښځو د حقونو لپاره هڅې وکړي.
تر جګړې وروسته «سټانټون» او «انتوني» د امریکا د برابرو حقونو د ټولنې اصلي تنظیموونکې وې چې د افریقاييتوکمو امریکایانو او ښځو د برابرو حقونو لپاره یې مبارزه کوله. کله چې د متحدو ایالتونو د اساسي قانون پنځلسم تعدیل وړاندې شو او یوازې تور پوستو نارینهوو ته یې د رایې حق ورکړ، دوی له دغه تعدیل سره مخالفت وکړ او ټینګار یې کاوه چې د رایې حق باید ټولو افریقاييتوکمو امریکایانو او په هممهاله ډول ټولو ښځو ته هم ورکړل شي. د غورځنګ نورو غړو د دغه تعدیل ملاتړ وکړ چې له دې امله په غورځنګ کې درز پیدا شو. سټانټون به په بحثونو کې خپل باورونه په غمجنه توکمیزه ژبه څرګندول چې ملګري یې «فرېډریک ډاګلاس» به په دغه کار ملامتوله.
سټانټون «د ښځو د رایې د حق تاریخ» د لومړیو درېیو ټوکونو اصلي لیکواله ده چې د دغه غورځنګ د تاریخ ثبتولو تر ټولو لویه هڅه وه. اغلې سټانټون «د ښځو بائبل» (The Woman's Bible) کتاب لیکواله هم ده. دا کتاب د بائبل یوه انتقادي څېړنه ده او پر دې فرضیه ولاړه ده چې د ښځو په اړه د بائبل لیدلوری د یوې غیر متمدنې زمانې تعصب منعکسوي.