الکساندر هميلټن
From Wikipedia, the free encyclopedia
الکساندر هميلټن (۱۷۵۵ز د جنورۍ ۱۱ – ۱۸۰۴ ز د جولای ۱۲) يو امريکايي سياستمدار او د متحده ايالاتو د جوړونکو له ډلې يو و. هغه د متحده ايالاتو د اساسي قانون يو اغېزناک تفسيرونکی او خپروونکی و، هغه ملي مالي نظام جوړ کړ، فدرالي ګوند يې جوړ کړ، د متحده ايالاتو سرحدي ځواک يې جوړ کړ او نيويارک پوسټ ورځپاڼه يې جوړه کړه. د خزانې د لومړي وزير په توګه هميلټن د ولسمشر جورج واشنګټن د ادارې د اقتصادي تګلارو مرکزي جوړونکی و. هغه د امريکا د انقلابي جګړې د ايالتونو د پورونو د تاديې پر مهال په فدرالي حکومت کې رهبري په خپل واک کې واخسته او همدا راز دوه لومړني واقعي مرکزي بانکونه يې هم جوړ کړل (د شمالي امريکا بانک او د متحده ايالاتو لومړی بانک)، د تعرفې نظام او له بریتانيې سره د دوستانه اړيکو سوداګري يې هم رامنځ ته کړل. د هغه په لرليد کې د يوه پیاوړي مرکزي دولت جوړېدل و چې د يوې ځواکمنې اجرائيه څانګې، پياوړی سوداګريز اقتصاد، له توليداتو څخه ملاتړ او پياوړې ملي دفاع له خوا اداره کېږي.
الکساندر هميلټن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | نيويارک [1][2][3] |
د مړینې لامل | مرمۍ زخم |
قاتل | آرون بور |
تابعیت | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
وفاداري | د امریکا متحده ایالات |
مقام | جنرال |
جګړه/جګړې | د امريکا انقلابي جګړه |
لاسليک | |
سمول |
هملټن د نيويس په «چارلس ټاون» کې زېږېدلی و، داسې مهال وزېږېد چې مور او پلار يې سره واده نه و کړی. هغه په کوچنيوالي کې يتيم و چې بيا يو نېکمرغه سوداګر له ځانه سره ومانه. کله چې ځوان شو د زده کړو لپاره نيويارک ته واستول شو. هغه مهال چې د امريکا انقلابي جګړې پيل شوې، هغه په لومړي سر کې په نظامي ملېشه کې دنده تر سره کړه. د نوې لويې وچې په پوځ کې د توپخانې د افسر په توګه، هغه د نيويارک او نيو جرسي په مبارزو کې ځينې کړنې مشاهده کړل. په ۱۷۷۷ز کال کې هغه د عمومي قوماندان جورج واشنګټن سترسلاکار شو، خو په مناسب وخت کې د جګړې د ډګر مشرتابه ته راستون شو، تر څو د يارک ټاون د محاصرې پر مهال د بريا په ساتلو کې مرکزي دنده تر سره کړي، کومې چې په عملي ډول دښمنانه کارونه پای ته ورسول.
د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، هغه د نيويارک څخه د کانفيډريشن (د امريکا د ايالتونو د يو ځای کېدو اتحاد) کانګريس ته د استازي په توګه وټاکل شو. هغه له وکالت څخه استعفاء وکړه او مخکې تر دې چې سياست ته داخل شي، د نيويارک بانک يې جوړ کړ. هميلټن هغه مشر و چې هڅه يې کوله، د کانفيډريشن د مادو سره سم د کمزوری کانفيډرالي حکومت لپاره ځای ناستی پيدا کړي، هغه په ۱۷۸۶ز کال کې د اناپولس کانوانسيون مشري وکړه او کانګريس يې وهڅاوه، چې په فيلاديلفيا کې د اساسي قانون کنوانسيون جوړ کړي. د پنځه اتيا فدراليست اسنادو له منځه د يو پنځوسو برخو په لیکلو سره، هغه د اساسي قانون په تصويب کې مرسته وکړه، همدا د فدراليست سندونه، اوس هم د اساسي قانون د تفسير لپاره تر ټولو زيات مهم کاريدونکي توکي دي.
د ولسمشر واشنګټن د لومړۍ کابينې د باوري غړي په توګه هيمليټن د خزانې وزارت مشري په غاړه درلوده. همليټن په برياليتوب سره له دې چارې دفاع وکړه چې د اساسي قانون ضمني واکونه د ملي پورونو د تاديې، په خپله غاړه د ايالتونو د پورونو اخستلو او د حکومت له ملاتړ څخه برخمن د متحده ايالاتو بانک (د متحده ايالاتو لومړی بانک) رامنځ ته کولو اختيارات ورکوي. په لومړي سر کې دا پروګرامونه په وارداتو د تعرفې له لارې او وروسته بيا د لانجمن ويسکي ټيکس د مالياتو له لارې تموېلېدل. هغه د فرانس په بې ثباته انقلابي حکومتونو پورې د ادارې له تړل کېدو سره مخالفت څرګند کړ. د هميلټن اندونه، د فدراليست ګوند لپاره بنسټ شو، دا اندونه د تاماس جفرسن او جيمز ميډسن په مشرۍ د ديموکراتيکې-جمهوري خواه ګوند له مخالفت سره مخامخ شول.
په ۱۷۹۵ز کال کې، هغه بيا په نيويارک کې وکالت پيل کړ. نوموړي په ۱۷۹۸-۹۹ز کلونو کې د فرانسې د لومړي جمهوري پوځ د تېري په وړاندې د ولسمشر جان اډمز په مشرۍ د سمبالښت او خوځښت غوښتنه وکړه او د متحده ايالاتو د پوځ عمومي قوماندان شو، کوم پوځ چې هغه بيا جوړ، نوی او د جګړې لپاره چمتو کړ. دا پوځ په جګړې ته ورته حالت کې له جګړې سره مخ نه شو او هميلټن له فرانسې سره د بحران په موضوع کې د «اډمز» له ديپلوماتيک ليد څخه خپه شو. د اډمز له بيا ټاکل کېدو سره د هغه مخالفت په ۱۸۰۰ز کال کې د فدراليست ګوند د ماتې لامل شو. جفرسن او ارون بور د ټاکنيزې ډلې د مشرتابه لپاره سره يو ځای شول او هميلټن د بور په ماتې کې مرسته وکړه، هغه بور غیر اصولي باله او سره له دې چې له جيفرسن سره يې فلسفي اختلافات درلودل، هغه يې وټاکه.
هميلټن په نيويارک ښار کې خپلو سوداګريزو او قانوني فعاليتونو ته دوام ورکړ او د مريانو د نړيوالې قانوني سوداګرۍ په پای ته رسولو کې فعال و. مرستيال ولسمشر بور په ۱۸۰۴ز کال کې د نيويارک ايالت د والي څوکۍ ته نوماند شو او هميلټن له دې امله چې هغه يې وړ نه باله، د هغه پر ضد مبارزه وکړه. بور دا سپکاوی وباله او هميلټن يې د ۱۸۰۴ز کال د جولای په يوولسمه نېټه يو په يو مبارزې ته وننګاوه، پر دې مهال بور په هميلټن ډزې وکړې، هغه سخت ټپي شو او يوه ورځ وروسته مړ شو.
هميلټن ته د يوه هوښيار او له فکري نظره د ځيرک مدير، سياست پوه او پانګونکي په سترګه کتل کېږي، که څه هم ډېر ځله بې پروا بلل کېږي. د هغه اندونه د امريکا د دولت او مالي چارو د بنسټ اېښودونکي په توګه پېژندل کېږي.