الکساندر هرتسن
From Wikipedia, the free encyclopedia
الکساندر ایوانوویچ هرتسن (په روسي ژبه: Алекса́ндр Ива́нович Ге́рцен، الکساندر ایوانویچ ګرتس؛ ۶ اپرېل ۱۸۱۲ – ۲۱ جنوري ۱۸۷۰ زکال) روسي لیکوال او متفکر و چې د «روسي سیوسیالیزم پلار» په توګه پېژندل کېږي؛ همدارنګه د کرنیز پوپولېزم له اصلي پلارانو شمېرل کېږي (د نارودنیکانو، انقلابي سوسیالېستانو، ترودویکانو او د امریکايي کرنیز پوپولیست ګوند له ایډیالوژیکو اجدادو څخه و). هغه په خپلو لیکنو کې چې ډېری یې په لندن کې د تبعید پر مهال لیکلې، هڅه یې کړې، څو د روسیې په حالت اغېز وکړي چې له امله یې په ۱۸۶۱ زکال کې په روسیه کې د تر ټولو مهمو لیبرال اصلاحاتو لپاره سیاسي فضا رامنځته شوه. هغه خپل مهم ټولنیز رمان څوک ملامت دي؟ (۱۸۴۵- ۴۶ زکال) کې خپور کړ. د هغه خپل ژوند لیک، زما تېر مهال او افکار (۱۸۵۲ – ۱۸۷۰ زکال کې لیکل شوی) د روسيې په ادبیاتو کې د اوټوبیوګرافي ژانر یو له پام وړ بېلګو ګڼل کېږي.[3]