الکساندر برکمن
From Wikipedia, the free encyclopedia
الکساندر برکمن (۲۱ نومبر ۱۸۷۰ – ۲۸ جون ۱۹۳۶ زکال) روسي الاصله امریکايي انارشیست او لیکوال و. نوموړی د شلمې پېړۍ په پیل کې د انارشیستي خوځښت مخکښ غړی و چې هم یې د خپلو سیاسي کړنو او هم خپلو لیکنو له امله شهرت موندلی و.
الکساندر برکمن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۲۱ نومبر ۱۸۷۰[1] |
مړینه | |
د مړینې لامل | مرمۍ زخم |
تابعیت | روسي سترواکي |
ژوند ملګری | اېما ګولډمن |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
الزام | |
الزامات | د 1917 کال د جاسوسۍ قانون |
لاسليک | |
سمول |
برکمن د روسیې دسترواکۍ د ویلینا سیمې (اوس مهال د لیتوانیا، ویلنوس سیمه) په یوه یهودي کورنۍ کې وزېږېد او په ۱۸۸۸ زکال کې متحده ایالاتو ته کډوال شو. هغه په نیویارک ښار کې ژوند وکړ او همالته له انارشیست خوځښت سره مل شو. هغه یو مهال په انارشیستې ایما ګولډمن مین و او بیا د هغې تلپاتی ملګری شو. په ۱۸۹۲ زکال کې، هغه د اعمالو له مخې د تبلیغ په موخه د هومستډ اعتصاب پر مهال د سوداګر هنري کلي فریک د ترور هڅه وکړه، خو بریالی نه شو او د هماغه له امله یې ۱۴ کاله په بند کې تېر کړل. له زندان څخه د هغه تجربه له بند څخه د یوه انارشیست د خاطراتو (Prison Memoirs of an Anarchist) په نوم د هغه لومړنی کتاب و.
له بند څخه له خوشي کېدو وروسته، برکمن د مورنۍ خاورې (Mother Earth) په نوم د ګولډمن د انارشیستي مجلې د مدیر مسئول په توګه کار وکړ او بیا یې وروسته د چاودنې (The Blast) په نوم خپله مجله تاسیس کړه. په ۱۹۱۷ زکال کې برکمن او ګولډمن دواړه د تازه وضع شوي پرېکړه لیک پر وړاندې د توطئې په تور په دوه کاله بند محکوم شول. له بند څخه له خوشي کېدو وروسته – له سلګونو نورو کسانو سره – روسیې ته تبعید شول. برکمن او ګولډمن په پیل کې د هغه هېواد له بلشویکي انقلاب څخه ملاتړ وکړ، خو ډېر ژر پښېمانه شول او د واک د ترلاسه کولو او نورو انقلابیونو د ځپلو په موخه یې د شوروي له خوا له ترور څخه د ګټنې پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړ. هغوی د ۱۹۲۱ زکال په وروستیو کې شوروي اتحاد پرېښود او او په ۱۹۲۵ زکال کې یې د خپلو تجربو کتاب د بلشویکي اسطورې (The Bolshevik Myth) تر نامه لاندې خپور کړ.
هغه مهال چې په فرانسه کې هستوګن و، برکمن له انارشیستي خوځښت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړ او د انارشیستي کلاسیک اصولو د ښوولو په موخه یې فعالیت کاوه: اوس او وروسته: د کمونیستي انارشیزم د الفبا (Now and After: The ABC of Communist Anarchism) په نامه یې کتاب ولیکه. برکمن د ناوړه روغتیايي حالت لرلو له امله په ۱۹۳۶ زکال کې ځان وواژه.