الن ګېنزبرګ
From Wikipedia, the free encyclopedia
اېروين الن ګېنزبرګ (/ˈɡɪnzbɜːrɡ/؛ زېږېدنه د ۱۹۲۶ کال د جون درېمه – مړينه د ۱۹۹۷ کال د اپرېل ۵مه) یو امريکايي شاعر او لیکوال و. هغه په ۱۹۴۰ لسیزه کې د کولمبیا پوهنتون د زدهکړيال په توګه له وېلیم اېس. بوروس او جک کرواک سره ملګرتیا پيل کړه او د بيټ جنرېشن (یو ادبي غورځنګ چې د يوې ډلې لیکولانو لهخوا پیل شو، ژباړن) هسته يې رامنځته کړه. هغه د نظامپالنې او اقتصادي ماتریالیزم شدید مخالف و چې له جنسي ځپنې سره يې مخالفت وکړاو هغه د دې فرهنګخلاف بېلابېلې جنبې د مخدره توکي، جنسي اړيکې، څوګونيکلتور، له بوروکراسۍ سره دوښمني او د ختيځو اديانو په اړه پرانیستوالی له خپلو لیدلورو سره ترسیم کړ. [6][7]
الن ګېنزبرګ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | نيويارک [1][2][3] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | ادبيات |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه[4] |
مخ پر IMDB باندې[5] | |
سمول |
ګېنزبرګ تر ډېره د خپل «انګولا/Howl» شعر لپاره ډېر پېژندل کېږي چې په هغه کې يې هغه څه محکوم کړي چې هغه په متحده ایالاتو کې د سرمایهدارۍ او جوړې/موافقې د ورانوونکې ځواک په نظر ورته کتل. په ۱۹۵۶ کال کې د متحده ایالاتو د ګومرک او سانفرانسیسکو پولیسو «انګولا» ضبط کړ او په ۱۹۵۷ کال کې کله چې د بېعفتۍ د محکمې پر موضوع بدله شو پراخ شمېر تبلیغات یې ځانته راجلب کړل، ځکه هغه همجنس پالان او مخالفجنس پالان په داسې وخت کې تشرېح کړي وو چې د لواط قوانین وضع شوي وو او همجنس پالنه (نارينه) په هر ایالت کې جرم بلل کېده. د هغه شعر د ګېنزبورګ خپل جنسي تمایلات او له یو شمېر نارينه وو سره د هغه د اړیکې منعکسولې چې له ډلې يې پيتر اورلووسکي د هغه د ژوند ملګری و. قاضي کلایټون ډبلیو هورن حکم وکړ چې «انګولا» ناوړه نهدی او څرګندونه يې وکړه چې: «ایا که څوک د خپلو کليماتو زېرمه په بېخونده او بېضرره تفسیر کې راکمه کړي د مطبوعاتو یا بیان ازادي به شته وي؟» [8][9][10][11][12]
ګېنزبرګ یو بودایی و چې په پراخ ډول يې ختيځې مذهبي څانګې وڅېړلې. هغه په متواضع توګه ژوند وکړ، خپلې جامې يې له دويم لاس جامو پلورنځیو څخه اخیستې او د نيویارک ښار د ختيځ کلي په اپارتمانونو کې يې ژوند کاوه. یو د هغه له تر ټولو اغېزناکو ښوونکو څخه د کلراډو په بولډر کې د ناروپا مؤسسې بنسټ ګر تبتي بودایی چوګيام ترونګپا و. ګېنزبرګ او د هغه شاعرانو په ۱۹۴۷ کال کې د ټروګنپا په ټينګار هلته د جک کرواک د روحاني شعرونو ښوونځی جوړ کړ. [13][14][15]
ګېزبرګ د ویتنام له جګړې نیولې د تریاکو تر جګړې پورې د هر څه پر وړاندې د لسیزو په سیاسي اعتراض کې ګډون وکړ. د هغه شعر «سېپټمبر د جېسور پر سړک» د بنګالي کډوالو ناوړه حالت ته خلکو پام ورواړوه چې د ۱۹۷۱ کال د نسلوژنې له امله کډوال شوي وو، دا شعر د هغه څه بېلګه ده چې ادبي منتقد لېن ونډلر د «امپراتورۍ سیاست» او «د کمزور ځورونې» پر وړاندې د ګېنزبرګ د اعتراضي ټینګار په توګه تشرېح کړ. د امریکا د سقوط په نوم د هغه ټولګې په ۱۹۴۷ کال کې د شعر د کتاب ملي جایزه خپله کړه. هغه په ۱۹۷۹ کال کې د ملي هنرونو د کلپ د سرو زرو مډال ترلاسه کړ او د امریکا د هنر او ادب اکادمۍ ته يې لار مونده. هغه په ۱۹۹۵ کال کې د خپل شعري کتاب «دنياوي ښه راغلاست» لپاره چې د ۱۹۸۶-۱۹۹۲ کلونو تر منځ خپور شوی د پوليټزر جایزې وروستی نوماند و. [16][17][18][19][20]