اسحاق عاصموف
From Wikipedia, the free encyclopedia
اسحاق عاصموف (/ˈæzɪmɒv/ AZ-ih-mov؛ زوکړه کابو د ۱۹۲۰م کال د جنوري ۲مه – مړینه د ۱۹۹۲م کال د اپرېل ۶مه) روسي الاصله امریکایی لیکونکی او د بوسټون پوهنتون د بیوشیمي پروفیسور وو. عاصموف د خپل ژوند په اوږدو کې له رابرټ اې هاینلین او آرټور سي کلارک سره یو له «درې لویو» خیالي علمي لیکونکو څخه شمېرل کېده. هغه چې یو ګټور لیکوال وو، له ۵۰۰ زیات کتابونه یې ولیکل یا ایډیټ کړل. هغه همدارنګه ۹۰۰۰۰ لیکونه او پوسټ کارډونه ولیکل. عاصموف چې ډېرې د خپلو سختو علمي افسانوي کیسو له امله پېژندل کېږي، اسرار او تصورات او همدارنګه له کیسو پرته ډېری اثار یې هم لیکل.[3]
اسحاق عاصموف | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | منهټن |
د مړینې لامل | زړه نابری |
استوګنځای | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [1] |
نسل | |
مذهب | اتيزم [2] |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | ژونکيميا |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
د عاصموف ترټولو نامتو اثر د بنسټ لړۍ ده چې د هغو درې لومړیو کتابونو په ۱۹۶۶م کال کې د «هروخت ترټولو ښې لړۍ» لپاره یوځل د هوګو ډالۍ ترلاسه کړه. د هغه نورې مهمې لړۍ د کهکشاني امپراتورۍ او روبوټ لړۍ دي. د کهکشاني امپراتورۍ ناولونه د بنسټ لړۍ په څېر د هماغې افسانوي نړۍ په څېر ډېر پخواني تاریخونو پر بنسټ جوړ شوي دي. وروسته بیا له بنسټ او ځمکې (۱۹۸۶) سره، هغه دا لېرې راتلونکې د روبوټ لړۍ له کیسو سره وتړله او د خپلو لیکنو لپاره یې یو واحد «راتلونکی تاریخ» رامنځته کړ. هغه همدارنګه ۳۸۰ کوچنۍ کیسې ولیکلې، له هغې جملې څخه د «شپې» علمي افسانوي ټولنیز کوچنی ناول چې په ۱۹۶۴م کال کې د امریکا علمي افسانوي لیکوالانو لخوا د ټول وخت ترټولو غوره علمي افسانوي کیسې په توګه وټاکل شو. عاصموف د Lucky Starr لړۍ د ځوانانو علمي – افسانوي ناولونو ټولګه د Paul French مستعار نوم سره ولیکل.[4][5][6][7]
د هغه ډېری دود شوي علمي کتابونه مفهوم په تاریخي بڼه توضیح کوي او تر هغه ځایه چې امکان ولري هغه وخت ته ورګرځي چې د بحث وړ علم په خپله ډېره ساده مرحله کې وو. د بېلګې په توګه کولی شو د عاصموف ساینس ته لارښود، د فزیک پوهې درې ټوکیز کتاب، او د علم او کشف کرونولوژي کتابونو ته اشاره وکړو. هغه ډېری نور علمي او غیر علمي موضوعات لکه کیمیا، ستورپوهنې، ریاضیات، تاریخ، د انجیل تفسیر او ادبي نقد ولیکل.
هغه د امریکا د بشرپالنې ټولنې مشر وو. ګڼ شمېر ادارې د هغه په ویاړ نومول شوې دي، له هغې جملې څخه د عاصموف (۵۰۲۰) آسټرویډ، په مریخ کې یوه لار، د بروکلین ابتداییه ښوونځی، د هونډا انسان ته ورته روبوټ ASIMO او څلور ادبي ډالۍ یادولی شو.[8][9][10][11][12][13]