ابن باجه
From Wikipedia, the free encyclopedia
ابن باجه (په عربي: أبو بکر محمد بن يحيى بن الصائغ) پوره نوم ابوبکر محمدبن يحيى او لقب يې صائغ يا ابن باجه دى. دی د منځنيو پېړيو لوېديځپوهان د (Ayempace) په نامه پېژني. دی د اندلس له نامتو پوهانو څخه ؤ، چې په رنځپوهنه، شمېرپوهنه، ستورپوهنه، او فلسفه کې يې پوره لاس درلود. له دې څخه پرته يې ټنگ ټکور په ځانگړي توگه (عود غږونه)کې پوره مهارت درلودو له وجې فارابي سره پرتله کېده. ابن باجه د يوولسمې پېړې په وروستۍ برخه کې ومړ.
چټک مالومات ابن باجه, د شخص معلومات ...
ابن باجه | |
---|---|
د ابن باجه انځور | |
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۰۸۰[1] |
مړینه | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | فلسفه [2]، ستورپوهنه [2]، پنځپوهنه [2]، درملګري [2]، بوټپوهنه [2]، شعر [2]، ټنګټکور [2]، سياست [2] |
مؤثر | |
سمول |
تړل
کله چې ځوان شو، نو په ۱۱۱۸ز کال يې د اشبېلې لار ونيوله، او هورې يې استوگنه غوره کړه. او د منطق کتابونو ليکلو لپاره يې ځان وقف کړ. د نوموړو کتابونو څخه يې يو د اسکوريال په کتابتون کې شته، چې دا کتاب يې د شوړال په څلورمه کال ۵۱۲هجري سپوږميز کال ليکلې ؤ.