آلن شپارډ
From Wikipedia, the free encyclopedia
آلن بارټلېټ شپارډ جونیز. (زوکړه: د ۱۹۲۳ زکال د نومبر ۱۸ مه – مړینه: د ۱۹۹۸ زکال د جولای ۲۱مه) امریکايي فضا نورد، د سمندریز ځواک بېړۍ چلونکی، ازمیښتي پیلوټ او سوداګر و. په ۱۹۶۱ زکال کې نوموړی د نړۍ په کچه دویم کس او لومړنی هغه امریکايي وګړی شو چې فضا ته یې سفر وکړ او په ۱۹۷۱ زکال کې د سپوږمۍ په سطح وګرځېد.
آلن شپارډ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | 21 جولای 1998 (75 کاله)[1][2] |
د مړینې لامل | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
کار ورکوونکی | ناسا |
پوځي خدمت | |
برخه | د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
شپارډ چې په اناپولیس کې د متحده ایالاتو د سمندریز ځواک له اکاډمۍ فارغ شو د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې په سمندریز پوځ کې خدمت وکړ. نوموړی په ۱۹۴۶ زکال کې د سمندریز ځواک بېړۍ چلونکی او په ۱۹۵۰ زکال کې هم ازمیښتي پیلوټ شو. په ۱۹۵۹ زکال کې نوموړی د ناسا د مرکیوري اووه پروګرام یو له فضانوردانو وټاکل شو او د ۱۹۶۱ زکال په مۍ میاشت کې د مرکیوري پروژې په ډانه کې د فریډم ۷ (Freedom 7) په نامه ستور مزلي پر مټ چې دغه نوم یې خپله ورباندې اېښی و په مرکیوري ریډسټون ۳ فضايي ماموریت کې یې فضا ته سفر وکړ. د نوموړي وړونکی ستورمزلی توغندی فضا ته ننوت خو د ځمکې مدار ته یې د رسېدو وړتیا وه نه مونده. نوموړی د نړۍ په کچه دویم کس او همدارنګه لومړنی امریکايي و چې فضا ته یې سفر وکړ؛ سربېره پر دې نوموړی لومړنی فضايي مسافر و چې په لاسي ډول یې خپل ستورمزلی کنټرول کړ. د مرکیوري پروژې په وروستیو پړاونو کې په پام کې وه چې شپارډ به د مرکیوري اطلس ۱۰ (MA-10) په نامه د درې ورځني ماموریت ټولې چارې مخته یوسي. هغه د مرکیوري پروژې ۱۵ بي (15B) ستورمزلی د خپل لومړني ستورمزلي په ویاړ دویم فریډم اووه ستور مزلی (Freedom 7 II) وباله، خو دغه ماموریت لغو شو.
شپارډ د جمیني پروژې د لومړني ماموریت د پروازي عملې قوماندان وټاکل شو، خو د ۱۹۶۳ زکال په اکتوبر میاشت کې په غوږ کې دننه د منییر ناروغۍ له امله چې د شدید ګنګسوالي او استفراق لامل یې وګرځېده له دغه ماموریت څخه لرې کړای شو. د نوموړي دغه ناروغي په ۱۹۶۸ زکال کې د جراحي عملیاتو پر مټ له منځه ولاړه او په ۱۹۷۱ زکال کې یې د سپوږمۍ په سطحه د راکوزیدونکي انتاریس ستورمزلي په پیلوټۍ کولو سره یې د اپولو د ۱۴م ماموریت قومانداني وکړه. په دې سره نوموړی د ۴۷ کلنۍ په عمر پنځم تر ټولو ډېر عمر لرونکی او د مرکیوري اووه پروژې یوازنی هغه فضانورد و چې د سپوږمۍ په سطح وګرځېد. د دغه ماموریت پر مهال نوموړي د سپوږمۍ په سطحه د ګلپ لوبې دوه توپونه هم وویشتل.
شپارډ د ۱۹۶۳ زکال له نومبر میاشتې څخه د ۱۹۶۹ زکال تر اګست میاشتې پورې (د هغه د بشپړې ناروغتیا تر دورې) او بیا ځلي د ۱۹۷۱ زکال له جون میاشتې څخه د ۱۹۷۴ زکال د اګست تر لومړۍ نېټې پورې هغه مهال چې د متحده ایالاتو له سمندریز ځواک او ناسا څخه تقاعد شو د فضانوردۍ د ادارې مشر و. نوموړي ته د ۱۹۷۱ زکال د اګست په ۲۵ مه د تورن جنرالۍ (rear admiral) رتبه ورکړل شوه او په دې سره لومړنی هغه فضانور وګرځېد چې دغه رتبه یې ترلاسه کړه.