آرون بور
From Wikipedia, the free encyclopedia
آرون بور (د ۱۷۵۶ ز کال د جنوري له ۶ نه د ۱۸۳۶ ز کال د سپټمبر تر ۱۴ مې پورې) یو امریکایي سیاست پوه او حقوق پوه و چې له ۱۸۰۱ ز کال نه تر ۱۸۰۵ ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د درېیم مرستیال و لسمشر په توګه دنده ترسره کړه. د بور مشهور میراث د الکساندر هېملټون سره د نوموړي مشهوره شخصي مخامخ جګړه ګڼل کېږي. په ۱۸۰۴ ز کال کې بور په دوه په دوه جګړه کې هېملټون ووژلو، په داسې حال کې چې بور د ولسمشر مرستیال و.
آرون بور | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | سياست [1] |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | د امريکا انقلابي جګړه |
لاسليک | |
سمول |
بور په نیوجرسي کې په یوه نومیالۍ کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. نوموړي په پرنستون کې د خدای پېژندې له لوستلو نه وروسته، د وکیل په توګه دنده پیل کړه، مخکې له دې چې د امریکا په انقلابي جګړه کې په ۱۷۷۵ ز کال کې له کانټینینټل پوځ سره د افسر په توګه ګډون وکړي. په ۱۷۷۹ کې د نظامي چوپړ نه له ترخیص وروسته، بور په نیویارک کې د حقوقو په برخه کې کار پیل کړ، چې په دې ځای کې هغه د یوه مخکښ سیاستوال په توګه را څرګند شو او د جیفرسنیان دیموکراتیک جمهوري غوښتونکی تازه ګوند په بنسټ اېښودلو کې یې مرسته وکړه. هغه په ۱۷۸۵ ز کال کې د نیویارک د مجلس د غړي په توګه، د غلامۍ د پای ته رسولو قانون ملاتړ وکړ، سره له دې چې په خپله یې غلامان درلودل. [2][3]
بور په ۲۶ کلنۍ کې د تیودوسیا بارتو پریوسټ سره واده وکړ، چې له واده دوولس کاله وروسته په ۱۷۹۴ ز کال کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې. دوی د تیودوسیا بورالسټون په نوم یوه لور درلوده. بور له خپلې سویلي آسیايې نوکرې، ماري ایمونز سره هم اړیکې درلودې، چې له هغه نه د دوو ماشومانو پلار و، چې یو یې یو زوی، د غلامۍ د پای ملاتړی جان پیری بور و، که څه هم نوموي هېڅکله په عامه توګه دا اړیکه نه وه منلې.[3]
بور په ۱۷۹۱ ز کال کې د متحده ایالاتو مشرانو جرګې ته لاره وموندله، چې تر ۱۷۹۷ ز کال پورې یې هلته دنده ترسره کړه. وروسته بور هوډ درلود چې د ۱۸۰۰ ز کال په ټاکنو کې د دیموکرات-جمهوري غوښتونکي مرستیال ولسمشر په توګه ځان نوماند کړي. د بور او د ولسمشرۍ د نوماند توماس جیفرسن تر منځ د ټاکنیز کالج غیر ارادي اړیکه د دې لامل شوه چې د استازو مجلس د جیفرسن په ګټه رایه ورکړي، خو بور د دویمې لوړې رایې په ترلاسه کولو سره د جیفرسن مرستیال شو. که څه هم بور ټینګار وکړ چې د جیفرسن ملاتړ کوي، خو ولسمشر د بور په اړه خورا شکمن و، چې د هغه د مرستیال ولسمشرۍ په دوره کې له ادارې نه ګوښه شوی و او په ۱۸۰۴ ز کال په ټاکنو کې د جیفرسن د جوړې په توګه بیا نوماند نه شو.
بور د مرستیال ولسمشر په توګه د وروستي کال په ترڅ کې، په دوه په دوه جګړه کې له خپل سیاسي سیال همېلتون سره ښکېل شو چې هغه یې په ډزو ووژلو، چې درې کاله وړاندې همدې ځای ته نږدې د هېملتون زوی فیلیپ هېملتون مړ شوی و. که څه هم دوه په دوه جګړه غیرقانوني وه، خو بور هېڅکله محاکمه نه شو او په پای کې د هغه په وړاندې ټول تورونه له منځه یووړل شول، خو د هېملتون مړینې د بور سیاسي دنده پای ته ورسوله.
بور چې د نويو اقتصادي او سیاسي فرصتونو په لټه کې و، د امریکا لوېدیځو پولو ته سفر وکړ. د نوموړي پټې کړنې د خیانت په شک په ۱۸۰۷ ز کې په الاباما کې د هغه نیول کېدو لامل شوې. نوموړی د بور د دسیسې تر نامه لاندې چې ادعا کېده، چې ګواکي بور د یوه خپلواک هېواد رامنځ ته کولو په لټه کې دی، څو ځله محاکمې ته راکش شو، خو هر ځل یې برائت ترلاسه کړ. بور له لویو پورونو او څو اغېز لرونکو ملګرو سره، د جلا وطن په توګه په اروپا کې د ژوند کولو لپاره متحده ایالات پرېښودل. نوموړي په ۱۸۱۲ ز کال کې بېرته راستون شو او په نیویارک ښار کې یې د حقوقو په برخه کې کار پیل کړ. د بور د دویم لنډمهاله واده پایله طلاق او نوره رسوایي وه. نوموړی چې د مغزي سکتې له امله معیوب او له مالي پلوه ژوبل شوی و، په ۱۸۳۶ ز کال کې په یوه مېلمستون کې مړ شو.